اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د نړيوال مالياتي فنډ او نړيوال بېنك چارواكو سره خبرو له امريكې ته روان شوے۔ د خزانې وزير به د امريكا دورې په مهال د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك اعلی انتظامي چارواكو سره ملاقاتونه كوي٬ په دې ملاقاتونو كښې به د نړيوال مالياتي فنډ او نړيوال بېنك لخوا د پاكستان مرستې په اړوندو چارو خبرې كولې شي۔ د خزانې وزير به قرض وركوؤنكو همكارانو سره هم خبرې كوي۔ د خپلې دورې په مهال به وفاقي وزير د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك چارواكي د سېلاب د لاسه د هېواد معيشت ته د رسېدلي زيان او بشپړه او تلپاتې اقتصادي ودې لپاره د اوسني حكومت د پورته كړو ګامونو نه هم خبروي