د اوسني سېلاب له امله هېواد كښې د بې وزلۍ شرح سوا كېدې شي ٬ د صدر ډاكټر عارف علوي پېغام

image

اسلام آباد 17اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د اوسني سېلاب له امله په پاكستان كښې د بې وزلۍ شرح سوا كېدې شي٬ د لويې شمېر كورونو او په لكهونو اېكړه د ولاړ فصلونو لمينځه تللو سره د بې وزلۍ سوا كېدو خطر رامخې ته شوے دے٬ پاكستان به د بې وزلۍ ختمولو ، د اولسي پرمختګ او سوكالۍ اهداف ترلاسه كولو لپاره خپلې هڅي رواني ساتي۔ د ګل په ور ځ د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه په 17 اكتوبر د بې وزلۍ ختمولو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كښې د بې وزلۍ ختمولو لپاره خوراك ، روزګار، صحت، كور ، تر انصاف رسني سره سره د اولس په سياست كښې شموليت او د هغوي اختيارات به زياتول وي۔ صدر ووئيل د بې وزلۍ ختمولو نړيوالې ورځې په موقع د بې وزلۍ او د دې د ټولو شكلونو په بشپړه توګه ختمولو له د خپل عزم پخلې كوو۔ ده ووئيل پاكستان به د بې وزلۍ ختمولو ، د اولس پرمختګ او سوكالۍ او كوټلي پرمختك اهداف ترلاسه كولو لپاره خپلي هڅي رواني ساتي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د غريبۍ او ولوږي بنيادي وجه د بشري حقونو خلاف ورزي ده ، سېلاب او نور قدرتي آفتونه د غريبۍ سوا كېدو لوئ سبب دي ، د اوسني سېلاب له امله پاكستان كښې د غريبۍ شرح سوا كېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان د غريبۍ ختمولو ، زمكي او ماحول تحفظ په اصولو عمل كوي ، د ماحولياتي بدلون له امله د پاكستان په شان د پرمختګ كونكو هېوادونو ستونزي زياتي شوي دي۔ صدر مملكت ووئيل د سېلاب د لاسه رامخې ته شوې زيان په نظر كښې نيولو سره به نړيوالي ورورولۍ له د خپلو ذمه وارو احساس كول وي۔ ده ووئيل پاكستان د غريبۍ ختمولو لپاره بيل پروګرامونه پيل كړې دي۔ صدر مملكت ووئيل د غريبۍ ختمولو لپاره نېشنل رورول سپورټ پروګرام، بينظير انكم سپورټ پروګرام/احساس پروګرام او د صحت كارډ په څير بېل اقدامات شوې دي۔ ده زياته كړه چې پاكستان به په سباؤن كښې هم د غريبۍ ختمولو لپاره ګامونه پورته كوي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں