اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي 26 فروري به د سندھ په تاريخ كښې يوه مهمه ورځ وي، د سندھ اولس د ناوړه حكمراني، لوټ مار، كرپشن نظام څخه تنګ شوے ٬ دې لپاره د احتجاج لار خپلولو مهمه موقع ده۔د شورو په ورځ ”سندھ حقوق مارچ” په اړه د سندھ اولس په نامه ويډيو پيغام كښې خارجه وزير ووئيل زه او زمونږ د پاكستان تحريك انصاف د سندھ قيادت سندھ ته ورځو، مونږ د سندھ اولس سره ”عوامي رابطه مهم” پيل كوو۔ده ووئيل مونږ د سندھ اولس ته حقائق په ډاګه كول غواړو چې په تيرو 15 كلونو كښې هغوې سره څه شوي ، مونږ د سندھ اولس ته رجوع كوو۔خارجه وزير ووئيل په دې مهال به د 27 ضلعو دوره كولې شي، 26 فروري څخه به د سندھ حقوق مارچ پيل شي او په 6 مارچ به پائې ته ورسي۔ده ووئيل كوم كسان چې د سندھ ناوړه حكمراني، لوټ مار، كرپشن نظام څخه تنګ شوي هغوې ته خواست كوو چې نن موقع ده د بهر راوځې چې په سندھ كښې بدلون راولو