اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د محدودو وسائلو باوجود د سېلاب ځپليو كسانو او په سيمو كښې د رېسيكو او رېليف كاروائيو لپاره حكومت چې كوم اقدامات كړي د هغې نړۍ ستائنه كړې٬د مواصلات وزارت او د برېښنا وزارت په هېواد كښې د رابطو او سترو لارو بحالۍ لپاره ځانګړې كردار ادا كړے ٬عمران خان دومره ظالم دے چې هغه سره د سېلاب ځپليو غم نشته ٬ هغه به جلسې كولې خو حكومت او ټوله مشينرۍ د سېلاب ځپليو په خذمت كښې بوښته وه٬د پي ټي آئي حكومت هېواد ديواليه كولو ته رسولے ؤ ٬اوس معيشت مستحكم كېږي٬په ګرانۍ به هم ډېر زر قابو وموندلې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير احسن اقبال د سېلاب په صورتحال بحث راغونډولو كښې ووئيل غړو سره مې په تفصيل خبرې كړي او تجاويز مې وركړي٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې اوسنے سېلاب تر ټولو لويه ماحولياتي تباهي وه٬په ټوله نړۍ كښې درجه حرارت كښې د زياتوالي عمل پیل شوے ۔د دې لويه وجه د پرمختګ كړو هېوادونو غېر ذمه وار د پرمختګ عمل دے٬ ده ووئېل ماحول ته په زيان رسونكو ګازونو په اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم كمه ده خو پاكستان د ماحولياتي او موسمي بدلونونو له امله د نړۍ زيات ځپلے شوے اتم هېواد دے۔ده ووئيل دا ځل چې كومه تباهي شوې دا د بېل نوعيت ده٬په تېر وخت كښې د هېواد په پورته سيمو كښې د بارانونو او د واورې د اوبو په وجه به په دريابونو كښې سېلاب راتللو٬دا ځل چې كوم سېلاب راغلے ٬د هغې وجه غېر معمولي بارانونه دي۔ده ووئيل د سېلاب نه پس وفاقي حكومت د اېن ډي اېم اے او اي ډي اېم ايز د لارې كار پېل كړے ٬په دې كاروائۍ كښې صوبائي حكومتونو٬وسله والو ځواكونو او ټولو ادارو برخه اخستې۔وفاقي وزير ووئيل د محدودو وسائلو باوجود د سېلاب ځپليو كسانو او په سيمو كښې د رېسيكو او رېليف كاروائيو لپاره حكومت چې كوم اقدامات كړي د هغې نړۍ ستائنه كړې٬د مواصلات وزارت او د برېښنا وزارت په هېواد كښې د رابطو او سترو لارو بحالۍ لپاره ځانګړې كردار ادا كړې