پېنډۍ 22 جولائي (اے پي پي) د وسله والو ځواكونو وياند ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې “عزم استحکام” پوځي عمليات نه٬ د ترهګرۍ مخنيوي يو ګڼ اړخيزه او كوټلے كمپائن دے٬ يوه سياسي مافيا د دې په ضد راپاڅېدلې او دا متنازعه كول غواړي٬ د 9 مئي سهولت كارو او منصوبه سازو ته ډهيل وركولو سره به اړے ګړے راپېدا شي، كه ذمه وار مو خپل انجام ته ونه رسولے شول نو په هېواد كښې به فسطائيت لا خپور شي، د انتشار خوښو لخوا د بنو پېښې نه وروستو ډيجيټل ترهګري وكړې شوه۔ د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د دې پرېس كنفرنس مقصد په ځينې مهمو چارو د پاك پوځ موقف واضح كول دي، په دې وروستۍ څه موده كښې د وسله والو ځواكونو په ضد په څه نه څه شكل كښې منظمه پراپيګنډه، دروغ، ناسمه معلومات خپرول او دوي سره په تړلو د ځان نه په جوړو كړو خبرونو كښې ښه زياتوالے راغلے، دا ضروري ده چې په دې چارو خبرې اوشي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي په لړ كښې په 2024 كښې 22 زره 809 عمليات شوي چې پكښې د 31 ډېرو مطلوبو ترهګرو پشمول 398 ترهګر وژلے شول ۔ د ترهګرۍ د دې لعنت مخنيوي لپاره پاك پوځ او پوليس انټيلي جنس ايجنسيو سره په ګډه هره ورځ 112 اپرېشنز كوي۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد د عملياتو په مهال 137 افسران او ځوانان شهيدان شوي ٬ ټول قام د دې ځوانانو مړانې ته سلام كوي چا چې خپل ځانونه په مورني هېواد قربان كړي۔ ده ووئيل د زياتو شوو دروغو او پراپيګنډې له امله ضروري ده چې په دغسې چارو د خپل موقف وضاحت اوشي چې ورسره د دروغو لاره ونيولې شي٬ په پاکستان كښې په ترهګرۍ قابو موندلو لپاره آپريشن عزم استحکام پحقله د پوښتنو په ځواب ده ووئيل په دې ډېر زيات کنفيوژن دے چې عزم استحکام څه څيز دے؟ زمونږ مسئله دا مهال دا ده چې مونږ ډېرې سنجيده مسئلې هم د سياست ښكار كوٶ، عزم استحکام د دې يو مثال دے، زه به ووائيم چې د ترهګرۍ مخنيوي يو ګڼ اړخيزه او كوټلے كمپائن دے ٬ دا ملټري اپرېشن نه دے، د عزم استحکام پحقله د وزيراعظم په مشرۍ كښې د جون په 22مه نيټه د نېشنل اېپکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د دفاع وزير٬ نائب وزيراعظم٬ د اطلاعات وزير او اړوند وزيران موجود وو، د ټولو صوبو اعلٰې وزيران او چيف سيکريټريز هم موجود وٶ، اژوند سروسز چيف هم موجود وو او د پوځ سرلښكر هم موجود ٶ، د غونډې نه وروستو اعلاميه جاري شوه او د كوم سبب نه غېر ابهام پېدا كړے شو٬ په اعلاميه كښې ووئيل شول چې د ايپکس کميټي فورم د کاؤنټر ټيررازم كمپائن تفصيلي جاج واغست او ګڼ اړخيزه نيشنل ايکشن پلان ته ئې وكتل او د دې په نفاذ كښې ئې خامۍ په ګوته كړې٬ په دې خبره ئې زور رواړو چې يو تفصيلي کاؤنټر ټيررازم ستراتېژي ته اړتيا ده٬ د دې نه وروستو وزيراعظم د يو فعاله کاؤنټر ټيررازم كمپائن منظوري وركړه نو دا يو كمپائن دے او دا به مونږ د آپريشن عزم استحکام څخه لانچ كوٶ ٬ په دې به د ټولو اتفاق وي او دا هڅه به كوٶ چې كومې هڅې روانې دي دا د يوې موثره قانون سازۍ د لارې بااختياره كړې شي، په قامي كچه به يوه بيانيه جوړولې شي او فورم پخلے وكړو چې د ترهګرۍ په ضد كاروائي د پاكستان جنګ دے او دا زمونږ سالميت لپاره ضروري دے٬ فورم ووئيل چا ته به د رياست د رټ چېلنج كولو اجازه ورنه كړې شي، په دې كښې د كوم اپرېشن خبره كېږي؟ د دې نه وروستو يوه بيانيه جوړه كړې شوه چې اپرېشن روان كېږي ، خلق بے كوره كولې شي او مونږ د دې مخالفت كوٶ، كله چې دا بيانيه جوړه شوه نو يوازې دوه ورځې پس په 24م جون وزيراعظم آفس يوه بله اعلاميه جاري كوي چې پكښې وائي چې عزم استحکام غلط ګڼلے كېږي او د دې راه نجات، ضرب عضب آپريشنز سره ناسمه موازنه كېږي، وړاندې نوګو ايرياز وې چرته چې د رياست رټ نه ٶ نو هلته اپرېشن وكړے شو، دا مهال نو ګو ايرياز نشته، دې لپاره په لويه كچه ملټري اپرېشن نه كېږي ۔عزم استحکام ملټي ډومين، ملټي ايجنسي، هول آف دي سسټم نيشنل وژن دے، پاکستان كښې استحکام لپاره به دا نيشنل ايکشن پلان بيا فعاله كوي د دې نه علاوه هېڅ نشته۔ ده مثال وړاندې كړو چې په پاكستان كښې د نان کسټم پيډ ګاډو شمېره په لكهونو كښې ده يا نا؟ په دې كښې د اربونو روپو بزنس كېږي كنه؟ په دې نان کسټم پيډ ګاډو كښې ترهګري هم اپرېټ كېږي، كله چې په يو هېواد كښې په ځينې ضلعو كښې او په ځېنې ځايونو كښې دا نارمل وي چې د كاغذ نه غېر ګاډي چلېدې شي۔ دې كښې څنګه معلومېدې شي چې مخكښې نمبر كوم لګېدلے ٬ د دې په مېنځ كښې ترهګر هم اپرېټ كوي، بې نومه پراپرټيز، بې نامې اکاؤنټس آيا دا د دې غېر قانوني اسپيکټرم برخه نه دي؟ كه تاسو دا برداشت كوې نو په دې كښې دننه به ترهګر هم اپرېټ كوي۔د تماکو، د نشه اي توكو غېر قانوني قاچاق هم كېږي، په زرګونو ټنه نشه اي توكې زمونږ اړوندو ادارو نيولې دي، د غېر قانوني سپيکټرم لاره نيول ضروري ده، دا څيزونه ترهګرو استمعالوي، د دې مخنيوي لپاره نظر ثاني شوي نيشنل ايکشن پلان ته ضرورت دے۔ چې غېر قانوني څيزونه لږ شي نو په ولنه كښې به د هرې طبقې پشمول معيشت بهتر شي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل چا ته به د رياست د رټ چېلنج كولو اجازه ورنه كړې شي٬ د دې كمپائن مقصد د ترهګرو او كريمنل چېن ماتول دي٬ ده ووئيل عزم استحکام او قامي ايکشن پلان دوه تحريري دستاويزات دي خو بيا هم عزم استحکام متنازع جوړولې كېږي ، يوه ډېره مضبوطه لابي ده چې نه غواړي چې كوم مقاصد دي دا پورا نه شي۔ ده ووئيل كله چې په كال 2014 كښې د اے پي اېس پېښه رامخئ ته شوه نو ټولو شراكتدارو په ګډه د 21 نكاتو نيشنل ايکشن پلان جوړ كړٶ ٬ د دې اثرات هم ټولو وليدل٬ په آخري حکومت كښې وزيراعظم په ايپکس کميټي كښې د 14 نکاتو ريوائزډ نيشنل ايکشن منظور كړو، په دغې هم سياسي اتفاق رائے موجود وه۔ ده ووئيل اوس ولې يوه لويه سياسي او غېر قانوني مافيا راپاڅېده چې مونږ دا كار كېدو له نه وركوٶ؟ د دوي وړومبې چال دا ٶ چې دا منتازع كړي۔ ده ووئيل نيکټا هر كال د ريوائزډ نيشنل ايکشن پلان اپ ډيټ راوباسي، د دې اپ ډيټ له مخې په خېبرپښتونخوا كښې د سي ټي ډي اسټرينتھ 2437 دے، څوك چې فيلد آپريټرز دي ھغه 537 دي، په بلوچستان كښې د سي ټي ډي شمېره 3438 ده او په دې كښې آپريشنل فيلډ آپريټرز 2776 دي۔ ده ووئيل مدارس رېګوليټ او رجسټر كولو خبره وشوه٬تقريبا د 32 زره نه زياتې مدرسې دي٬ پاكستان كښې دا مهال 16 زره رجسټرډ دي او 50 فيصده غير رجسټرډ دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي لپاره اينټي ټيررسټ کورټس جوړ كړے شول، دا مهال د نيکټا له مخې اے ټي سي کورټس په خېبر پښتونخوا كښې 13 او په بلوچستان كښې 9 دي، دومره زياته ترهګري ده چې مونږ سږ كال 22 زره 400 نه زيات اپرېشن كړي خو په تېر ټول كال كښې په بلوچستان كښې صرف 10 سزاګانې وركړې شوي او په خېبر پښتونخوا كښې 14، مونږ د كال 2014 راهسې وائيو چې مونږ له کريمنل جسټس سسټم مضبوطول دي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل افغانستان سره چې كومه پوله ده ٬ د افغانستان شپږو هېوادونو سره بارډر لګي، د پاكستان نه علاوه تاجکستان، ترکمانستان، ازبکستان، چين، ايران سره هم هغوي پوله لري، په افغانستان كښې ترك، تاجك، ازبك هم مېشته دي٬ نورو هېوادونو ته خو ھغوي د پاسپورټ د لارې ځي، نارمل پوله لري، ويزه سسټم لري، نو بيا زمونږ په پوله ولې د تذکرې يا د شناختي کارډ په ښودلو دننه راځي، دا يو سافټ بارډر ساتلې شوے ځكه چې ھغوي غېر قانوني اسپيکټرم ته سهولت وركوي۔ ده ووئيل په كال 2023 كښې ايل سيز كم كړے شول ځګه چې د ډالرز كمے ٶ نو تاسو به ليدلي وي چې افغان ټرانزټ ټريډ يو دم د اربونو ډالرو په لحاظ سره زيات شو٬ هره ورځ د كروړونو روپۍ د تېلو د قاچاق د لارې جوړولې شي، د 50 نه تر 60 فيصده غير قانوني سګريټ خرڅېږي، د اربونو روپو په دې كښې مافيا شته يا نه ؟ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل كه تاسو غيرقانوني سپيکټرم نه كموې نو بيا به معيشت نه ښه كېږي؟ ده ووئيل په دې كښې ذاتي مفادات شته، كوم چې په دې عملدرآمد كېدو له نه وركوي او ھغوي ډېره پېسه جوړوي۔ ده ده د بنو پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د جولائي په 15مه نيټه سهار ترهګرو د بنو په كېنټ بريد وكړو، زمونږ پوځ بشپړ ځواب وركړو او زمونږ اته ځوانان شهيدان شول ، زمونږ ځوانانو په مړانه ترهګر ووژل٬ امن مارچ د ټولو په وړاندې دے، په دې كښې د رياست په ضد نعرے وهلې شوي،٬ كاڼي ورولي شوي٬ پكښې وسله وال كسان هم شامل وو٬ هغوي ډزې كړي چې پكښې يو شمېر كسان ژوبل شول٬ پوځ د ايس او پي او احكاماتو له مخې ځواب وركړے٬ د 9 مئي پېښې نه وروستو د اړي ګړي ټولګي پراپيګنډه پېل كړه چې پوځ د دي لاره ولې نه وه نيولې؟ ډزې به ئې كړې وې، دا بيانيه وچولې شوه٬ د پوځ نظام ډېر واضحه دے٬ په پوځي تنصيباتو كه بريد اوشي نو وړومبے د خبرو اترو لاره نيولې كېږي او بيا هوائي ډزې كېږي۔ ده ووئيل د 9 مئي سهولت کار، منصوبه سازو ته كه ډهيل وركړے شو او ذمه وار خپل انجام ته ونه رسولے شول نو په هېواد كښې به فسطائيت لا خپور شي۔ ده ووئيل د يوې ډلې دننه څخه شرخوښي عناصر په ډزو كولو خلق وژني نو د هغوي لاره نيول د صوبائي حكومت كار دے٬ په بنو پېښه وشوه٬ سوله ايز احتجاج پكار دے٬ د ترهګرو په پېښو غصه كېدل پكار دي او د ترهګرو په ضد مارچ وكړې۔ ده ووئيل د نور ولي کال ليك شو چې پكښې د ھغه پېغام ټول قام اورېدلے، ھغه وائي چې سكول، کالج والوځوئ، په روغتونونو دننه چاٶدنې وكړئ خو زما نامه رامخې ته كېدل نه ده پكار٬ دا كوم اسلام دے؟ چې پكښې د سکول ،کالج او روغتون الوځولو احكامات موجود دي۔