په بهوك هړتال كولو د 9 مئي بريدونو ٬د شهيدانو د يادګارونو د بې حرمتۍ جرم پټېدے نشي۔انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پي ټي آئي بهوك هړتال “ډيلي ډائټ پلان”ګرځولو سره وئېلي دي دا خلق د څلور ساعته بهوك هړتال څخه انقلاب راوستل غواړي۔د زيارت په ورځ جاري بيان كښې امير مقام ووئېل د پارليمان په دروازه د “بهوك هړتال ډرامې”سټېج لګولے شوے۔څلور كاله مال خوړونكې نن بهوك هړتال كوي٬هغوي دې د دې په ځاے د 190 ملين پاؤنډ٬ د لاكهونو ډالرو فارن فنډنګ او په هېواد كښې د ګرانۍ 3.8 فيصد نه تر 30 فيصد رسولو حساب وركړي۔وفاقي وزير ووئيل د بهوك هړتال په ځاے د دې خبرې دې ځواب وركړي چې هغوي پاكستان د ډيفالټ كېدو پلو ولې رسولے ؤ ۔انجينئر امير مقام ووئېل د بهوك هړتال كولو څخه د 9 مئي بريدونو ٬ د شهيدانو د يادګارونو د بې حرمتۍ جرم پټېدے نه شي۔

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں