د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ټانك كښې د ججز په سكواډ د ډزو د پیښې غندنه وكړه ٬ شهيدو شوو كانسټيبلز عبدالله او عبدالصمد ته د عقيدت پېرزوينې

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ټانك په سيمه كښې د ججز په سكواډ د ډزو د پیښې غندنه كولو سره ډزو څخه شهيدو شويو كانسټيبلز عبدالله او عبدالصمد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړي۔په خپل بيان كښې وفاقي وزير محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل كانسټيبلز عبدالله او عبدالصمد د خپل ځان په قرباني وركولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړل ۔شهيد كانسټيبلز عبدالله او عبدالصمد په بهادرۍ سره د ترهه ګرو مقابله كړې۔د شهيدانو عظيمو قربانو ته سلام كوم۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس په نرانو زامنو وياړ لرو۔د خېبرپښتونخوا پوليس لازواله قربانۍ وركړی دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں