د چينو په بيعه كښې زياتوالے به په هېڅ صورت ونه زغملے شي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)د صنعت او پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي د چينو په بيعه كښې زياتوالے به په هېڅ صورت ونه زغملے شي ٬چيف سېكرټريز دې د چينو ریټیل پرائس مستحكم ساتلو لپاره هر ممكن اقدامات وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د شوګر ايډوائزري بورډ غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔په غونډه كښې د چينو سټاك شتوالي او د بيعو جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې وفاقي وزير ته ووئيل شول د چينو ايكس ملز بيعه په دې وروستيو مياشتو كښې مستحكمه پاتې شوه ۔په دې موقع د صنعت وفاقي وزير ووئيل چيف سېكرټريز دې د چينو ريټيل پرائس مستحكمه ساتلو لپاره هر ممكن اقدامات وكړي۔ده صوبو ته هم د چينو د بيعې د سختې څارنې هدايت وكړو ۔رانا تنوير حسېن ووئيل د چينو بيعه په ځاے ساتل د حكومت بنيادي ذمه واري ده او د چينو په بيعه كښې به اضافه په هېڅ صورت ونه زغملې شي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں