د پي ټي آئي باني بيا صيهوني لابي په پاکستان د مسلط کولو هڅه كوي،سياسي او عسکري قيادت به د رياست په ضد د انتشاري کارروائيو په مړانه مقابله کوي۔احسن اقبال

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل ټول قام ته معلومه شوه چې د پي ټي آئي باني پراجيکټ ماسټر مائنډ څوك وو، د پي ټي آئي باني بيا صيهوني لابي په پاکستان د مسلط کولو هڅه كوي،سياسي او عسکري قيادت به د رياست په ضد د انتشاري کارروائيو په مړانه مقابله کوي٬ رياست پاکستان او د رياستي ادارو په ضد دا ډول ناوړه كمپائن وړاندې چري نه ؤ چليدلے،د پي ټي آئي باني په خوښه د هغه سوشل ميډيا د رياست او رياستي ادارو په ضد خپله ناوړه كمپائن چلوي،سياسي او عسکري قيادت به د رياست په ضد په انتشار اډانه کارروائيو په مړانه مقابله كوي۔احسن اقبال د اتوار په ورځ ظفر وال كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل د پي ټي آئي باني اسلامي ټچ وركولو سره اولس كښې خپل تشخص جوړ كړې، د كوم مقصد چې د پاکستان او اسرائيل اړيكي جوړول وو،اوسنيو كښې د اسرائيل په ميډيا كښې د پي ټي آئي باني په حق كښې دريم آرټيکل شائع شوې،يروشلم پوسټ كښې شائع شوې مضمون د باني پي ټي آئي په حق كښې په نړيواله ميډيا كښې د روان كمپائن برخه ده۔ده ووئيل مضمون كښې ليكلے شوي چې اسرائيل له به د خپلو مقصدونو لپاره د پاکستان په قيادت كښې بدلون كول وي،پاکستان معاشي،سماجي او په سياسي توګه د كمزوري كولو هڅه كېږي۔ احسن اقبال ووئيل رياست پاکستان او رياستي ادارو په ضد دا ډول كمپائن وړاندې چرته نه چولې شوي، د پي ټي آئي باني په خوښه د هغه سوشل ميډيا د رياست او رياستي ادارو په ضد خپله ناوړه كمپائن چلوي،سياسي او عسکري قيادت به د رياست په ضد په انتشار اډانه کارروائيو په مړانه مقابله كوي،باني پي ټي آئي 2013 راهسې د كركي وړ كمپائن پيل كړې دے، وګړي بے لاري كولو له په سوشل ميډيا د كركي وړ په ايجنډا كار روان دے۔

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں