وزیراعظم د 7 اربه ډالره آئي اېم اېف پیکیج په منظورۍ د اطمینان څرګندونه وكړه،كه دا ډول محنت روان اوساتلے شو نو دا به د پاکستان وروستے د آئي اېم اېف پروګرام وي۔شهباز شریف

image

نیویارك 25 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د 7 اربه ډالره آئي اېم اېف پیکیج په منظورۍ د اطمینان څرګندوني سره وئيلي دي كه دا ډول محنت روان اوساتلے شو نو دا به د پاکستان آخري د آئي اېم اېف پروګرام وي، د پاکستان معاشی استحکام نه پس د معاشي پرمختګ اهداف سر كولو له به دا ډول محنت روان ساتلے شي۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل د لوي څښتن په فضل او کرم سره د معاشي اصلاحات نفاذ په تندۍ سره عملي كېږي ، د پاکستان د معاشي استحکام نه پس د معاشي پرمختګ اهداف سر كولو لپاره به دا ډول محنت روان ساتو۔ده ووئيل پاکستان كښې کاروباري هلي ځلي او سرمایه كارۍ كښې اضافه خوشبينه او د معاشي ډلي د محنت ښكاره ثبوت دے،په سفارتي محاذ کامیابیو سره سره بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو څخه ترسیلات زر كښې اضافه د هغوي په حکومتی پالیسیو د باور څرګندونه ده ٬ په دې د پاکستانی ورورولۍ مننه كوو۔ده ووئيل كه دا ډول محنت روان اوساتلے شو نو انشاء اللہ دا به د پاکستان د آئي اېم اېف آخري پروګرام وي۔وزیراعظم د آئي اېم اېف پیکیج په اړه په معاونت كولو د ملګرو هېوادونو او په خاص توګه د سعودي عرب، چین او متحدہ عرب امارات ، منیجنګ ډائریکټري کرسټالینا جارجیوا او د هغي د ډلي مننه وكړه۔وزیرِاعظم د ټولې حکومتی معاشي ډلي ، نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د خزاني وزير محمد اورنګزیب ،سرلښكر جنرل سید عاصم منیر، وزیرِ مملکت علی پرویز ملك ، د پاکستان په چین كښې سفیر خلیل هاشمی، پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زائیډونګ، د خزاني سیکرټري هم په دې اړه په هڅو او محنت مننه وكړه۔ده د ټولو صوبائی حکومتونو او په خاص توګه د پنجاب وزیرِاعلیٰ مریم نواز، د سندھ وزیرِ اعلی سید مراد علی شاہ او د بلوچستان وزیرِاعلی سرفراز بګټي هم مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں