موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د قائمه کمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه کميټۍ د مهمو ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي او د وفاقي او صوبائي چارواكو ترمېنځه د مرستې په مضبوطولو په ضرورت زور راوړے۔ د شورو په ورځ موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه کمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ غړې منزه حسن په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمېنځه په مرسته٬ د ماحوليات په اړه په مهمو اقداماتو او په نړيواله موسمياتي سفارتكارۍ كښې د پاكستان د كردار پشمول کاپ 29 كښې د پاکستان ګډون ته خاص پام وشوه ۔ په دې موقع وزارت كمېټۍ ته باور وركړٶ چې وزارت په دې وروستيو كښې جوړې كړې د پاكستان موسمياتي بدلون اتهارټۍ صوبو سره په فعاله توګه كار كوي او مرسته لا زياتولو لپاره منصوبې روانې دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں