وفاقي کابينې فلسطين او لبنان لپاره د وزيراعظم ريليف فنډ جوړولو ٬ ګوادر بندر ګاه او شنګھائي بندرګاه ته د سسټر- پورټس حيثيت وركولو په لوظنامه د لاس ليك منظوري وركړه

image

اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پي پي) وفاقي کابينې فلسطين او لبنان كښې د اسرائيل بربريت له امله ځپلې شوي كسانو مرستي له د ” فلسطين او لبنان وزيراعظم ريليف فنډ ” جوړولو او ګوادر بندر ګاه او شنګھائي بندرګاه ته د سسټر-پورټس حېثيت وركولو په لوظنامه د لاس ليك كولو منظوري وركړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د جاري شوې پريس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس، اسلام آباد كښې وشوه۔وفاقي کابينې فلسطين او لبنان كښې د اسرائيلي بربريت له امله د ځپلې شويو كسانو مرستي له د ” فلسطين او لبنان وزيراعظم ريليف فنډ ” جوړولو او ګوادر بندر ګاه او شنګھائي بندرګاه ته سسټر-پورټس حېثيت وركولو په لوظنامه د لاس ليك كولو منظوري هم وركړه او په دې اړه سټېټ بينک آف پاکستان ته د اکاؤنټ پرانستلو په اړه ضروري هدايات هم جاري كړې شول۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال به د فلسطين او لبنان په اړه د مرستي کارروائيو نګراني کوي۔وفاقي کابينې ته د انفارمېشن ټيکنالوجي او ټيلي کام وزارت د اړخه وفاقي وزارتونو او ادارو كښې د اي-آفس نفاذ په حقله بريفنګ وركړې شو۔غونډې ته ووئيل شول چې د حکومت د اي-ګورننس نفاذ په حقله اقدامات سره د ملګرو ملتونو اي-ګورننس ډويلپمنټ انډيکس كښې د پاکستان پوزيشن كښې 14 درجې بهتري شوې۔غونډې ته ووئيل شول چې د وفاقي حکومت ټولو 40 ډويژنو كښې د اي-آفس نفاذ عمل جاري دے او ځينو وزارتونو كښې د اي- آفس 100 فيصده نفاذ بشپړ شوې۔د وزيراعظم په اي-آفس نفاذ كښې د لا ښه والي سپارښتنه كولو سره ووئيل دوه اوونو كښې په دې اړه د پيشرفت جاج به اخستلے شي۔وفاقي کابينې ورلډ ټريډ آرګنائزيشن د پريكړو په رڼا كښې كبانو نيونكو څانګه كښې د سبسډيز لوظنامې توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې د بحري چارو وزارت په سفارش ګوادر بندر ګاه او شنګھائي بندرګاه له د سسټر-پورټس حېثيت وركولو په لوظنامه د لاس ليك منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د خارجه وزارت په سفارش خارجه وزارت پاکستان او د روانډا خارجه وزارت ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت مفاهمتي يادداښت لاس ليك منظوري وركړه۔وفاقي کابينې د خارجه وزارت په سفارش د خارجه وزارت پاکستان او ګھانا خارجه وزارت ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په اړه په مفاهمتي يادداښت د لاس ليك منظوري وركړه۔وفاقي کابينې د چيف جسټس بلوچستان هائي کورټ احکامات او قانون و انصاف وزارت په سفارش جوډيشل مجسټريټI- ګوادر او جوډيشل مجسټريټI- حب له د منشيات مخنيوي مقدمو اوريدلو اختيار وركولو منظوري وركړه۔وفاقي کابينې د ليجسليټو کيسز لپاره د کابينه کمېټۍ په 25 ستمبر 2024 شوي غونډه كښې د پرېكړو توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې د چائينيز انوسټمينټ پراجيکټس کابينه کمېټۍ 16 ستمبر 2024 په غونډه كښې د پرېكړو توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې د حکومتي ملکيتي ادراه جات کابينه کمېټۍ د 01 اکتوبر 2024 په غونډه كښې د پرېكړو توثيق وكړو

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں