د جے يو آئي (ف) مجلس عامله غونډه د نهې په ورځ اسلام آباد كښې راوبللې شوه

image

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مرکزی مجلس عامله غونډه د نهې په ورځ اسلام آباد كښې رابللې شوې ده۔ د غونډې مشري به د جے يو آئي (ف) امير مولانا فضل الرحمن كوي۔ د ګوند د وياند له مخې په غونډه كښې به د مجلس عامله غړو سره سره صوبائي اميران او ناظمان هم ګډون كوي۔ په غونډه كښې به د ټولټاكنو 2024 څخه وروستو د رامخے ته شوي صورتحال جاج اخستلے شي او د ګوند صوبائي تنظيمونه به د ټاكنو په اړه خپل خپل راپورونه وړاندې كوي۔ په غونډه كښې به په ټول صورتحال غور څخه وروستو د سباؤن تګلاره مرتب كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں