اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پخواني وزيراعظم نواز شريف بېرته هېواد ته په راستنېدو كښې د ډيل تاثر رد كولو سره وئېلي دي نكران حكومت به د ډيل برخه ولې جوړېږي٬نواز شريف د عدالتي پريكړې له مخې د هېواد څخه بهر تللے او هغه له به بېرته د هېواد په راستنېدو ځينې قانوني پوښتنو سره مخ كېدل وي٬لنډ مهاله حكومت مسلم ليګ(ن)لپاره نرم ګوشه نه لري۔د دې خيالاتو خرګندونه ده ډيجيټل پليټ فارم”وي نيوز”ته وركړې مركه كښې كړې۔كله چې د وزيراعظم څخه پوښتنه وشوه چې نواز شريف د كوم ډيل له مخې بېرته راځي؟نو وزيراعظم ځواب وركړو چې يو نګران حكومت دې د دغسې كوم ډيل ولې برخه وي ۔نواز شريف كله چې د يوې عدالتي پريكړې له مخې د هېواد څخه بهر لاړو نو هغه وخت د عمران خان حكومت ؤ ٬هغه مهال نه خو د نګران سيټ اپ او نه د پي ډي اېم ګوندونو حكومت ؤ ۔ده ووئيل نواز شريف له به هېواد ته په راستنېدو د ځينو قانوني پوښتنو ځواب وركول وي او د دې پوښتنو ځوابونه هم قانوني دي۔انوار الحق كاكړ د مسلم ليګ نواز لپاره د نرم ګوشه لرلو تاثر هم په بشپړه توګه رد كړو ۔ده ووئيل د نګران وزيراعظم جوړېدو څخه وړاندې زما د مريم نواز٬بلاول بهټو٬مولانا فضل الرحمان٬آصف علي زرداري او د 9 مئي پیښو څخه وړاندې د عمران سره هم ملاقاتونه شوي۔ده ووئيل زه كوم بيورو كريټ نه بلكې يو پارليماني غړے ووم او د هغه ځاے څخه د مستعفي كېدو نه پس ما دا چوكۍ سنبهال كړه ٬ كوم سياسي ګوند يا كوم خلق به وي چې ما سره به ملاقاتونه نه كوي لهذا كوم هم يو ملاقات د يو ګوند سره تړل انصاف نه دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان يو پرمختګ كونكے جمهوريت دے چرته چې آئيني انصرام موجود دے او دلته د عدالتي طريقه كار يو خپل اهميت دے۔ده ووئيل د عمران خان پشمول د كوم هم سياسي ګوند شخصيت په اړه چې كومه هم پريكړه وي هغه به د عدالتي عمل په نتيجه كښې وي٬كه چرې عدالتي عمل په نتيجه كښې عمران خان ته په ټاكنو كښې د برخه اخستلو اجازه ترلاسه كېږي نو هغه به برخه اخلي خو كه چرې نه وي نو زه څنګه دا پابندي ختمولې شم۔لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئېل د ټاكنو كميسون سره چې څومره ملاقاتونه شوي د هغې له مخې د ټاكنو تيارۍ بشپړې دي او ټاكنې به په خپل وخت كېږي خو په ټاكنو كښې د سكيورټي په اړه اندېښنې لرې كولو لپاره اقدامات روان دي۔الېكشن كمېشن په جنورۍ كښې د ټاكنو په اړه خپل انتظامات تر ډېره حده بشپړ كړي٬ ده ووئېل د حلقه بندو پشمول په نورو چارو هم ډېر پېشرفت شوے ۔د سكيورټي او پولنګ بوتهس په اړه هم انتظامات حتمي پړاو كښې دي او په دې كښې هېڅ شك نشته چې د كومې هم نېتې اعلان وكړے شي او په هغې به ټاكنې كېږي۔د غېر قانوني كډوالو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل مونږ كوم هم كډوال نه اوباسو بلكې په غېر قانوني توګه مېشته غېر ملكيان اوباسو۔د پاك هند اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستان او هندوستان په اړيكو كښې آر اېس اېس سوچ او د كشمير مسئله حائل ده٬زه ګڼم چې د دواړو هېوادونو په اړيكو كښې ښه والې راتلل پكار دي٬خو د حقيقت په توګه چې اوګورې نو دا مهال د دې كوم امكانات په نظر نه راځي۔ده ووئيل هند په سوئېلي آسيا كښې اجاره داري جوړول غواړي٬په هند كښې د مسلمانانو٬سكهانو او نورو اقليتونو لپاره ژوند سخت كړے شوے ۔د اسرائيل تسليمولو امكان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل په دې اړه كوم غور نه دې روان ٬ اسرائيل يو غاصب رياست ؤ او هغه به وي او مونږ د فلسطينيانو حقونو او د فلسطيني كډوالو بېرته خپلې خاورې ته د راتللو ملاتړ كوو۔د معيشت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د معيشت ښه والي لپاره د شوو اقداماتو به تر ډېرې مودې اثرات محسوسېږي۔وزيراعظم ووئيل تېره ورځ په كوئټه كښې د ايپكس كمېټۍ په غونډه كښې ووئيل شول چې په صوبه كښې ځينې سكولونه او د روغتيا بنيادي مركزونه په ګوته كړے شوي جې ترې ځينو كسانو مالي ګټه پورته كړې خو د بلوچستان اولس ځپلے شوے