اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د خوراك نړيواله ورځ هر كال اكتوبر كښی لمانځلې شي ٬ دا ورځ زمونږ پام د تلپاتې كركيلې اهميت پلو ګرځوي٬ د دې ورځې مقصد بېلو پالېسيو او اقدامات لپاره د حكومت او نورو اسټېك هولډرز ملاتړ ترلاسه كول دي٬ په معیشت كښې بهترۍ او د اولس ژوند كښې حقيقي بدلون راوستلو له به خپل پام كركيلې پلو ګرځول وي۔ د خوراك نړيواله ورځې په موقعه خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د روان كال په مهال د خوراك نړيوالې ادارې غذائی تحفظ باوري كولو له ” اوبه ژوند دے ٬ اوبه خوراك دے ٬ څوك دې وروستو پاتې نه شي” يو ټولشموله سرخط معارفي كړې دې۔ ده ووئيل دا سرخط د پاكستان موجوده صورتحال سره زيات مطابقت لري۔ ده ووئيل د يوې اندازې لمخې د 100 كالو دننه به مونږ نزدې 6 چنده زياتو اوبو ته اړتيا لرؤ۔ ده ووئيل دا زمونږ خوش قسمتي ده چې مونږ د آبي وسائلو يو ځانګړې امتزاج لرؤ۔ ده ووئيل د پاكستان په آبي وسائلو كښې د واورې غرونه ٬ د سندھ آبي نظام او نهرونه شامل دي۔ صدر مملكت ووئيل بلخوا موسمياتي بدلونونه هم د زيات زيان سبب ګرځي۔ په كال 2022 ء كښې د سېلاب د لاسه 3 كروړه كسان وځپلې شوو او هېواد د 30 اربه ډالرو مالي زيان سره مخ شو۔ صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې بې وزلي كمولو او غذائي تحفظ باوري كولو له زمونږ هڅې هله ګټورې ثابتېدې شي كله چې مونږ د كركيلې څانګې ته مناسب اهميت وركړؤ۔ ده ووئيل زه تاسو ته باور دركوم چې په معيشت كښی بهترۍ او د اولس ژوند كښې حقيقي بدلون راوستلو له به مونږ له كركيلې ته خاص پام ګرځول وي۔