پاكستان په غزه كښې په روان تشدد او ځاني زيان ژوره اندېښنه لري٬ په غزه كښې سمدستي د محاصرې ختمولو او د ډز بندۍ غوښتنه كوو۔ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

اسلام اباد 16اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلې دي پاكستان په غزه كښې په روان تشدد او ځاني زيان ژوره اندېښنه لري٬ په غزه كښې سمدستي د محاصرې ختمولو او د ډز بندۍ غوښتنه كوو٬ مونږ د غزه مظلوم اولس سره يووالي لپاره د هغوي سره ولاړ يو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر څخه د جاري شوي ټويټ تر مخه نګران وزيراعظم ووئېل د اسرائېيل لخوا په غزه كښې وګړي د كوم امتياز نه غېر او غېر متناسب په نخښه كول د تهذيب د ټولو اصولو خلاف او د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ ده ووئېل د تشدد خاتمې ته د فلسطين په خاوره د كلونو نه د جبري او غېر قانونوني قبضې او د اولس په ضد د جابرانه پالېسيو په تناظر كښې كتل غواړي۔ ده ووئېل ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ ته د غزه محصور خلقو ته زر تر زره پكار د مرستې سامان د وړولو راوړلو اجازه او محفوظ او غېر انساني راهداري د پرانستلو لپاره كاروائې پكار ده۔ ده ووئېل پاكستان د غزه په بيړه د ورانېدونكې صورتحال په اړه د او ائې سي او غړو هېوادونو سره په تماس كښې دے ۔ ده ووئېل خارجه وزير جليل عباس جېلاني به په ١٨ اكتوبر د او ائې سي د اېګزېكټو كمېټۍ په ناڅاپي غونډه كښې ګډون كوي او د غزه د خلقو ستونزې لرې كولو لپاره په زر تر زره د ګامونو په پورته كولو زور راوړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں