د صدر مملكت دوه نجي انشورنس كمپنيو ته د پاليسي هولډرز وارثانو ته د 34 لكه 60 زره روپو ډېتھ انشورنس كليمز ادا كولو هدايت

image

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي دوه نجي انشورنس كمپنيو ته د پالېسي هولډرز وارثانو ته د 34 لکه 60 زره روپو ډېتھ انشورنس كليمز ادا كولو هدايت كړ ے دے۔ صدر مملکت د وفاقي محتسب د پرېكړو په ضد د آدم جی لائف انشورنس او ای ایف یو لائف انشورنس کمپنی دائرې كړي دوه اپيلونه مسترد كړل۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري تفصيلاتو له مخې د زاهدہ نسرین خور په كال2021 كښې آدم جی لائف انشورنس کمپنۍ څخه د 30 لکه روپو انشورنس پالېسي اختسې وه۔ په كال 2022 كښې د خور په حق رسېدو څخه وروستو زاهده نسرين كمپنۍ څخه د ډیتھ انشورنس کلیم مطالبه وكړه۔ كمپنۍ د بيمې ترلاسه كولو په وخت د ګردې او جګر رنځ پټولو په بنياد د كليم ادا كولو څخه انكار وكړو۔ دغسې د مېمونه نعیم خاوند ای ایف یو لائف انشورنس څخه په كال 2015 كښې د 460,000 روپو انشورنس پالېسي ترلاسه كړې وه۔ د خاوند په حق رسېدو دې د انشورنس كلېم دعوی وكړه كومه چې كمپنۍ د بيمې ترلاسه كولو په وخت د هائي بلډ پرېشر رنځ پټولو په بنياد مسترد كړه۔ دواړو انصاف ترلاسه كولو له وفاقي محتسب ته شكايت وړاندے كړو۔ محتسب د دوئي په حق كښې احكامات جاري كړل۔ وروستو كمپنيو د محتسب د پرېكړو په ضد صدر مملكت ته بېل بېل خواستونه وړاندې كړل۔ صدر مملكت د دواړو كېسونو د حقائقو جاج اخستو او د دواړو فريقو دلائل اورېدو څخه وروستو د كمپنيو خواستونه مسترد كړل۔ صدر مملکت په خپله پرېكړه كښې ووئيل چې دواړه كمپنۍ د رنځونو په اړه د كوم ثبوت په وړاندې كولو كښې ناكامه پاتې شوي۔ ده ووئيل د انشورنس كلېمز مسترد كولو له د رنځونو ثابتولو په لړ كښې كوټلې ثبوتونو ته اړتيا وي۔ صدر مملكت د لاهور هائي كورټ د پرېكړې حواله وركولو سره ووئيل د شوګر او هائي بلډ پرېشر په څير رنځونه پټولو ته د دھوكې نامه وركېدې نه شي۔ په داسې رنځونو اخته كسان خپل ژوند كښې زيات احتياط كولو سره د عامو وګړو په څير ژوند كوي۔ صدر مملكت دواړه كمپنيو ته وارثانو ته د ډېتھ انشورنس كلېمز ادا كولو هدايت وكړو۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں