اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په عدالتي احكامات عمل كولو سره د شورو په ورځ د بې دركه بلوڅو كسانو په كېس كښې اسلام آباد هائيكورټ ته وړاندې شو۔ جسټس محسن اختر كياني د بې دركه زده كوٶنكو د كېس سماعت وكړو ٬ په دې موقع نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز خان او اټارني جنرل آف پاكستان منصور عثمان اعوان هم موجود وٶ٬ د سماعت په مهال نګران وزيراعظم ووئيل حكومت د آئين او قانون له مخې كار كوي٬ بلوچستان سره د تعلق په سبب زه د صوبې د صورتحال په اړه زيات علم لرم٬ هلته خلق وسله وال مقاٶمت سره مخ دي٬ په بلوچستان كښې د غېر رياستي عناصرو هڅې هم رامخې ته شوي ٬ دغسې انكوائري كونكے د بلوچستان يو پخوانے چيف جسټس عسكريت خوښو شهيد كړے٬ بلوچستان د دوه لسيزو راهسې ترهګرۍ سره مخ دے٬ دې مسئلې حل كولو ته اړتيا ده ٬ده ووئېل بايد ټول سياسي ګوندونه په ګده د دې مسئلې حل ولټوي۔ نګران وزيراعظم ووئيل آئين د ټولو وګړو حفاظت باوري كوي او دوي رياست سره د غېر مشروط وفادارۍ د څرګندونې هم پابند جوړوي٬ جسټس محسن اختر كياني په ريماركس كښې ووئيل دوه كاله راهسې د بې دركه كسانو د كېس يو شمېر سماعتونه شوي ۔ ده ووئيل د بې دركه كسانو د راخوشي كولو كرېډټ حكومت او اړوندو ادارې لري ۔ د اټارني جنرل لخوا په وړاندې كړي رپورټ كښې عدالت ته ووئيل شول چې 11 نور زده كوٶنكي بازياب شوي٬ د هغوي په ضد مقدمې درج كېدو نه پس دغه كسان د سي ټي ډي په تحويل كښې دي او ھغه دوه كسان د افغانستان وو٬ عدالت چارواكو ته امر وكړو د سي ټي ډي په تحويل كښې د موجودو كسانو په ضد د مقدمو تفصيلات درخواست كوٶنكو ته وركرئ