وفاقي حکومت عنبرين جان د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکريټري تعينات كړه: اعلاميه

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) وفاقي حکومت د انفارميشن ګروپ د ګريډ 21 سينئر افسره عنبرين جان د اطلاعات او خپرونو سېكرټري تعينات كړه۔ كابينه سيکريټريټ د اسټيبلشمنټ ډويژن جاري كړې اعلاميه له مخې د اطلاعات وزارت د ايکسټرنل پبلسټي ونګ ايګزيکټو ډائريکټر جنرل عنبرين جان په تبادله كولو هغه د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټري تعينات كړه ٬د عنبرين جان تعيناتي د سول سرونټس ايکټ 1973 شق 10 له مخې شوې چې اطلاق به ئې په سمدستي توګه تر بل حكم وي۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں