حکومت د نيوز انډسټري د 1.6 اربه روپو واجبات ادا كړي٬ دا مهال په پاكستان كښې د يو چېنل هم اشتهارات بند نه دي: د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ اطلاعات لپاره د قائمه كمېټۍ غونډې ته بريفنګ

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي حکومت په سپېځلي ډول د نيوز انډسټري د 1.6 اربه روپو واجبات ادا كړي٬ دا مهال په پاكستان كښې د يو چېنل هم اشتهارات بند نه دي، په ماضي كښې به د خوښې او نا خوښې په بنياد اشتهارات بندېدل، ټولو ټي وي چينلو ته د ريټنګ له مخئ اشتهارات وركړے كېږي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت او د دې ادارو په كاركردګۍ د اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډې ته د بريفنګ په مهال وكړه د كومې مشري چې د پھلين بلوچ كوله۔ وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل وزارت د نجي ميډيا ادارو د وزارت په ذمه د اشتهارات واجبات ادا كول باوري كړي چې په سبب ئې د ميډيا وركرز تنخاګانې وركول اسانه شوي۔ ده ووئيل پاکستان كښې ډمي ورځپاڼې هم لويه مسئله ده٬ داسې ډمي ورځپاڼې يوازي اشهتارات لپاره چاپ كېږي، مونږ هڅه كوٶ چې تصديق شوو ورځپاڼو ته اشتهارات وركړے شي۔ ده ووئيل په اوسني بجټ كښې په نيوز پرنټ پيپر د 10 فيصده ټېكس لګولو تجويز ٶ خو مونږ دغه ونه لګولو٬ نيوز پرنټ لپاره کاغذ بهر هېوادونو څخه درامد كېږي كه په دوي لس فيصده ټېكس ولګولې شي نو ورځپاڼې معاشي ستونزو سره مخ كېدې شوې۔ ده ووئيل مونږ د ورځپاڼو صنعت ته لا سهولتونه وركوٶ۔ ده ووئيل وزارت د رولز آف بزنس 1973 له مخې ورکړې شوې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي او د ټولو محكمو كاركردګي د ډاډ وړ ده ۔ ده ووئيل د پي ټي وي تنظيم نو د بېلا بېلو انتظامي اقداماتو د لارې روانه ده۔ ده ووئيل په سرکاري ټيلي وژن هېواد كښې د ټولو سياسي قواو موجودګي باوري كولو لپاره په ادارتي پاليسۍ هم نظر ثاني شوې٬ پي ټي وي سپورټس سره د پي ټي وي آمدن ښه زيات شوے٬ مونږ د سپورټس چېنل ريونيو ډبل كړې ۔ ده ووئيل په ماضي كښې به د پي ټي وي ډرامې په ټوله نړۍ كښې كتلې كېدې٬ د پي ټي وي د ماضي ډرامې نن هم مقبول دي، دا مهال د پي ټي وي ډرامو بهترۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په پي ټي وي كښې تفريح به په راتلونكي وخت كښې د پبلک پرائيويټ پارټنر شپ تر مخه راولو۔ ده ووئيل پي ټي وي كښې د انټرټينمنټ پروګرامونو پشمول پي ټي وي نيوز كښې هم بهتري راوستلې كېدې شي۔ د كمېټۍ غړو په پي ټي وي كښې د پروډکشن سهوليات په بحالۍ زور رواړو كوم چې به په ماضي كښې ګرده نړۍ كښې ستائېلې كېده۔ وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل يو سينټر فار ډيجيټل کميونيکيشن (سي ډي سي) جورېږي كوم چې به په سوشل ميډيا د پبلک سيکټر د هلو ځلو د تشهير زمه واري ترسره كوي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د اطلاعات سيکريټرې شاهيره شاهد مننه كوٶ دې په وزارت كښې اصلاحات لپاره مهم كردار لوبولے۔ د يوې پوښتنې په ځواب عطاءالله تارړ ووئېل د اطلاعات وزارت افسران بهر هېوادونو كښې د پاكستان په سفارتخانو كښې هم خدمات ترسره كوي۔ د اطلاعات وزارت د ايکسټرنل پبلسټي ونګ پحقله وفاقي وزير ووئيل ايکسټرنل پبلسټي ونګ نه يوازې فارن پبلي کيشنز ډيل كوي بلكې بهر هېوادونو كښې د پاكستان سافټ اميج لپاره هم خپل كردار لوبوي۔ د كمېټۍ غړو بهر هېوادونو كښې تعينات د وزارت د افسرانو د کارکردګۍ د جاج اغستو مطالبه وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل اليکټرانک ميډيا ورکرز د ويج بورډ ايوارډ په دائره کار كښې راوستلو لپاره نيوز پيپرز ايمپلائز (کنډيشنز آف سروس) ايکټ 1973 كښې د بدلون تجويز وركوٶ۔ ده زياته كړه چې شاليمار ريکارډنګ کمپنۍ په نجکارۍ په سنجيدګۍ سره غور كوٶ ځكه چې دا كمپني پرله پسې په زيان روانه ده۔ كمېټي د سينټر فار ډيجيټل کميونيکيشن په اړه خبرولو كښې وفاقي سيکرټري شاهيره شاهد ووئيل د سوشل ميډيا په لويه كچه موجودګۍ له مخې د حکومتي پاليسيو او اقدامات په سم ډول وړاندې كول٬ د فېك نيوز او د هېواد د سالمتيا او خپلواكۍ په ضد د پروپيګنډې مقابلې لپاره ډيجيټل کميونيکيشن سينټر جوړوٶ۔ کميټۍ ته ووئيل شول پاکستان ټيلي ويژن (پي ټي وي)، پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن (پي بي سي) او شاليمار ريکارډنګ اينډ براډکاسټنګ کمپنۍ (اېس آر بي سي) كښې دا مهال د عارضي انتظامات له مخئ د وزارت افسران د مشرانو په توګه تعينات كړې شوي۔ دغسې قائمه کميټي ته ايګزيکټو ډائريکټر جنرل او پي آئي او مبشر حسن د پي آئي ډي په اړه بريفنګ وركړو٬ مبشر حسن ووئيل وګړو ته په موضوعات مصدقه معلومات وركولو لپاره كار روان ساتلے شوے٫ مونږ د ډيجيټل ميډيا د لارې هم تر اولس معلومات رسول باوري كوٶ۔ ده ووئيل پريس انفارميشن ډيپارټمنټ كښې په ګرد هېواد كښې 858 ملازمان كار كوي ٬ په هيډ کوارټرز اسلام آباد كښې د ملازمانو شمېره زياته ده۔ده ووئيل د سپېځلي سکرين ټيسټ نه وروستو بهرتۍ كېږي٬ زمونږ رپورټرز نه وي پي آر اوز وي څوك چې په ذمه وارۍ سټوريز وړاندې كوي۔ ده ووئيل مونږ د اولس جذبات حكومت ته استوٶ۔ د كمېټۍ غړي وقاص اکرم شېخ ووئيل تاسو دا مهال د اولس كوم ډول جذبات سركار ته رسولي نو په دې مبشر حسن ووئيل مونږ ھغه رجحانات حکومت ته لېږو كوم چې په حقائقو آډانه وي٬ زمونږ يوه څانګه د پلس اينالسز يونټ ده ژ ھغوي د اولس په رجحان رپورټ جوړوي٬ وزيراعظم ميډيا ته په خاص توګه ورځپاڼو ته زيات پام كوي٬ وزيراعظم په ميډيا ترلاسه كېدونكې آراء ته هم پام لرنه كوي۔ ده ووئيل حکومت د کميونيکيشن او پرمختيائي كارونو ترويج او اشتهاري كمپائن هم چلوي، په دې كښې يو سياسي اړخ شامل نه دے ٬ دا خالص په اولسي خوښۍ اډانه وي۔ ده ووئيل د تېرو 5 كالو په مهال د پاکستان حكومت 10 اربه روپۍ په پبلک نوټس او اشتهارات جاري كړي٬ د تېرو دريو مياشتو خرڅونه به په راتلونكې غٶنډه كښې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د اشتهاري كمپائنز د سافټ ويئرز د لارې مانيټرنګ كېږي۔ د قائمه کميټۍ په غونډه كښې د پي آئي او مبشر حسن د پلار بخښنې لپاره دعا هم وكړې شوه او د كمېټۍ چېئرمېن او غړو دوي سره غمرازي هم ښكاره كړه ۔ قائمه کميټۍ پرېكړه وكره چې د پي ټي وي د کارکردګۍ په اړه به خاص بريفنګ اخستلې شي چې پكښې به اداره په مالياتي توګه خپلواكه جوړولو لپاره غور كولې شي٬ کميټۍ د حکومت د اشتهاراتو پاليسۍ او د اليکټرانک او په پرنټ ميډيا د پبلک سيکټر اشتهارات وركولو په بنياد د خاص بريفنګ اغستو هم پرېكړه وكړه ٬ كمېټۍ د ريډيو پاکستان د نامساعد حالاتو له امله خپله وظيفه په ښه ډول په ترسره كولو د انتظاميې ستائنه وكړه۔ قائمه کميټۍ د اطلاعات وزارت له مخې د ميډيا ادارو د مستقل مشرانو تقررۍ لپاره په باقاعده توګه د عمل پېل كولو امر وكړو۔ په غونډه كښئ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د كمېټۍ غړو محمد حنيف عباسي، نديم عباس، کرن عمران ډار، آسيه ناز تنولي، مهتاب اکبر راشدي، سحر کامران، سيد امين الحق، محمد مقداد علي خان، عمر فاروق، وقاص اکرم شېخ، رانا محمد فراز نون، محمد معظم علي خان، د اطلاعات او خپرونو وزارت سيکرټري، ايډيشنل سيکرټري٬ پي آئي او، پي آئي ډي، ډي جي پي بي سي او د اړوند محكمو چارواكو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں