د پوليسو د شهيدانو ورځ ، د زړور پوليس افسرانو او اهلكارو د زړورتيا د يادولو ورځ ده: د پوليسو د شهيدانو ورځ په مناسبت د وزيراعظم محمد شهباز شريف پېغام

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پوليسو د شهيدانو ورځ ، د زړور پوليس افسرانو او اهلكارو د زړورتيا د يادولو ورځ ده پوليس اهلکارو عمر له د خپلو ځانونو قربانۍ وركولو سره د قام سباؤن محفوظ او روښانه كړې ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د پوليس د شهيدانو ورځ په موقع پوليس شهيدانو افسرانو او اهلکارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره په خپل پيغام كښې وئيلي چې د جرمونو مخنيوي كولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو پوليس اهلکارو ځانګړې قربانۍ وركړې دي، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس عمر له د وړومبني صف په توګه خپلي ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ده ووئيل پوليس اهلکارو عمر له د خپلو ځانونو قربانۍ وركولو سره د قام سباؤن محفوظ او ورښانه كړې، د د پوليس شهيدان د قام فخر دې،ټول قام شهيد پوليس اهلکارو ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل د شهيدانو افسرانو او اهلکارو د كورنيو خيال ساتل د حكومت ذمه واري ده،په دې اړه به كومه بے غوري نه شي كولې۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت به د شهيدانو د شهيدانو د بچو تعليم او صحت لپاره هر ممكن ګامونه پورته كوي، د شهيدانو د كورنيو به هر ډول خيال ساتلے شي۔د پنجاب وزير اعليٰ په حيث زما په دور كښې د پوليس شهيدانو کورنيو لپاره يو لوئ او تاريخي پيکج وركړې شوې ؤ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں