اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د کراچۍ نه تر سکھر او د سيالکوټ، کھارياں نه تر اسلام آباد موټروېز ته پام لرنه كوو ، بايد نيشنل هائي وے اتھارټي په نوو سترو لارو زياته ريونيو جمع كړي، نيشنل هائي وے اتھارټي له په سباٶن كښې په مالي لحاظ سره مستحكمه او خپلواكه كېدل پكار ده۔ دا خبره ده د نيشنل هائي وے اتھارټي لخوا د محکمانه بريفنګ په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ وفاقي وزير ته د نيشنل هائي وے اتھارټي لخوا د بريفنګ په مهال ووئيل د کراچۍ نه تر سکھر او د سيالکوټ، کھارياں نه تر اسلام آباد موټروېز وړومبي ترجيح ده، دا دواړه او نوې ټولې موټرويز په درې درې لېن كښې جوړول پكار دي۔ وفاقي وزير امر وكړو چې په موټرويز د ايکسل لوډ په پابندي دې په سختۍ سره باوري كړې شي۔