اولس ته انصاف وركولو لپاره په عدالتي نظام كښې اصلاحات ضروري دي۔ بلاول بھټوزرداري

image

کراچۍ 24 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري اولس ته په وخت د انصاف د بنيادي حق وركولو په عدالتي نظام كښې اصلاحات ضروري ګرځولو سره د دې عزم پخلے كړے چې مونږ به آئيني عدالت جوړولو لپاره هر ممكن هڅې كوٶ۔ د بلاول هاٶس ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د سندھ هائي كورټ بار اېسوسي اېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل زه هغه كورنۍ او ګوند سره تعلق لرم چا چې دې هېواد ته آئين وركړے٬ ده دا هم واضحه كړه چې زمونږ ګوند د كوم داسې قانون جوړولو په حق كښې نه دے چې فرد واحد ته زيان او ګټه رسولو لپاره وي۔ ده واضحه كړه چې زمونږ د مجوزه بدلونونو له مخې به آئيني عدالتونو كښې صوبو ته برابر نمائندګي ترلاسه وي ٬ د روټيشن پاليسۍ له مخې به چيف جسټس هرې صوبې څخه وي٬ مونږ په ماضي كښې وليدل د سپريم کورټ ججز خپلو اختياراتو نه تجاوز كړے۔ ده ووئيل مونږ د جمهوريت بحالۍ لپاره د نسلونو قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل شهيدې بېنظير بهټو په ميثاق جمهوريت لاسليك كولو سره دا پرېكړه كړې وه چې كه د پاكستان نظام سمول وي٬ جمهوريت بحالول وي او د اولس مسئلې حل كول وي نو د ميثاق جمهوريت غوندې لوظنامې به نافذ كول وي۔ په دې موقع چيئرمين بلاول بھټو زرداري په سپينو ټكو ووئيل زما د پاره چيف جسټس قاضي فائز عيسيٰ او جسټس منصور علي شاہ قابلِ احترام دې، څوك چې په ھغه بنچ كښې شريك وٶ كوم چې شهيد ذوالفقار علي بهټو د بې قصوره ګرځولو پرېكړه اورولې وه

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں