د بلاول خبرې د “چور مچائے شور” مترادف دي، د سندھ حکومت لخوا د مافياز سرپرستۍ له امله د اوړو پشمول د خوراك څښاك بيعه ډېره زياته شوې۔ د فرخ حبيب د بلاول بهټو په بيان غبرګون

image

اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د بلاول خبرې د “چور مچائے شور” مترادف دي، د سندھ حکومت لخوا د مافياز د سرپرستۍ له امله د اوړو پشمول د خوراك څښاك بيعه ډېره زياته شوې ،سندھ د لاقانونيت مركز دے ٬ “اندھير نګري چوپټ راج” دے، نن هم په سندھ كښې د منډو ترړو نه پس د اوړو شل كلو تروړه په 1300 روپۍ خرڅېږي۔ د نهې په ورځ د بلاول بھټو په بيان خپل غبرګون كښې فرخ حبيب ووئيل په سندھ كښې زيات غربت دے٬ دوي دې اووئې چې په سندھ كښې پرله پسې په درېم ځل د پيپلز پارټۍ حكومت دے دوي د غربت خاتمې لپاره څه كړې؟ سندھ كښې نن هم د هېپاټائټس او د خوراك د كمي له امله زيات ماشومان مري۔ ده ووئيل عمران خان د حکومت ترلاسه كولو نه پس معاشي بدحال صورتحال ښه كولو له هڅې كړې۔ده ووئېل نن هېواد كښې د كرونا د درېمې چپې باوجود هېواد په معاشي توګه مستحكم دے، نن په هېواد كښې مجموعي قامي پېداوار٬ برآمدات٬ ترسيلات زر٬ د زرمبادله پانګې او د صنعتونو پشمول ټولې څانګې د پرمختګ په لور روانې دي۔ ده ووئيل په زرمبادله كښې د 26.2 فيصد زياتوالي سره دغه پانګې 24.2 بېليون ډالره ته رسېدلي او په يوه مياشت (اپرېل) كښې برآمدات 130 فيصده زياتېدو سره 2.2 بېليونه ډالرو ته راغلي ۔ ده ووئېل د روپۍ قدر مستحكم كېدل٬ د يورو بانډ كاميابه اجراء چې ورسره 2.5 بېليونه ډالره ترلاسه شوې، بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا په روشن ډيجيټل اکاؤنټ ډيپازټ د يو ارب ډالرو نه د زياتو جمع كول د كاميابې معاشي لائحې ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل كروندګرو ته 1100 اربه روپۍ اضافي وركړې شوي چې پكښې د غنمو كروندګرو ته 500 اربه زياتې ترلاسه شوي٬ چې په سبب ئې د وريژو٬ غنمو او نورو غلو رېكارډ پېداوار رامخې ته شوے ۔ده ووئېل تعميرات او د ټيکسټائل پشمول بېلا بېلو څانګو كښې په خاص توګه بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو لپاره په مېرټ د نوكرو يو شمېر موقعې رامخې ته شوي۔۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں