اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي يو وارې بيا د كورونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د نېشنل كمانډ اېنډ كنټرول سنټر په هداياتو د عملدرآمد باوري كولو په حاجت زور راوړے دے۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل ټول وګړي دې بازارونو او د رش ځايونو كښې احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ دغسې په جوماتو ٬ امام باړو ٬ تراويح او نورو غونډو او دستورو كښې دې په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړے شي۔ هغه ووئيل علماﺀ كرام مذهبي غونډو كښې کووډ۔ 19 نه بچ كولو له احتياطي تدبيرونه عملي كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔