د عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي حكومت زياتې خوارۍ له امله جي ډي پي 4 فيصده ليدلو سره اپوزيشن يرې اخستې دې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د بلاول بھټو په بيان غبرګون

image

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي حكومت زياتې خوارۍ له امله جي ډي پي 4 فيصده ليدلو سره اپوزيشن يرې اخستې دې۔عمران خان د هېواد معيشت قرضونو نه ويستلو سره دا په اېكسپورټ او پېداوار اډانه لرونكے معيشت جوړ كړے دے۔ نن بلاول او زرداری په کرپشن، جعلی اکاؤنټس او منی لانډرنګ پېژندلے شي۔ د سندھ حكومت د روان مالي كال د 700اربه روپو منصوبې په زمكه نه ښكاري۔ آيا دا منصوبې په كومه بله سياره جوړوي؟ د اتوار په ورځ د بلاول بھټو زرداري په بيان خپل غبرګون كښې هغه ووئيل د ورلډ بېنک او ایشین ډویلپمنټ بېنک په شمول د ډونر تنظيمونو په منصوبو به سندھ حكومت د خپلو تختيانو لګولو نه كله منع شي؟ كه د ګرد هېواد په كومه صوبه كښې د بې وزلۍ او زياتو رنځونو راج دے نو هغه سندھ دے۔ په لاړكانه كښې د اېډز زيات شويو كېسونو سره اړوند په نيويارك ټائمز كښې خپور شوے خبر د ټول هېواد د ملامته كېدو او رسوائۍ سبب ګرځېدلے دے۔هغه ووئيل دوئي په سندھ كښې د انصاف كارډ رسنې خلاف ځكه دي چې دې سره به د روغتيا په څانګه كښې د دوئي كرپشن بند شي۔ هغه ووئيل سندھ كښې روغتيا او زده كړو لپاره د مجموعي بجټ 35 فیصد نزدې 420 اربه روپۍ بېل كړې شوې خو د دې باوجود اېمبولېس او د زده كړو آسانۍ اېن جي اوز وركوي۔ هغه ووئيل بلاول صاحب ستا په حكومت كښې په جعلي ډوميسائل او رهائشي سرټيفكېټس نوكرۍ خرڅولې شي۔ يوازې كراچۍ كښې 1لک 90 زره سركاري ملازمين دي خو دې كښې د كراچۍ ځائي ملازمان 15 فيصده هم نه دي۔ هغه ووئيل د پیپلز ګوند سياست كښې راتللو نه وړاندې د پاكستاني اولس په ډكشنرۍ كښې د كرپش لفظ هم نه و۔ د کرپشن په ورلډ ریکارډ كښې پیپلز ګوند ته د چېمپئن جوړېدو درناوې ترلاسه دې۔ د دوئي د كرپشن د لاسه پاكستان په نړيواله كچه بدنام شوے دے۔ هغه ووئيل بلاول صاحب دا وئيلې شي چې د بمبینو سېنما ټکټ بلېک نه تر مسټر ټېن پرسنټ (10%) نامو سره څوك پېژندلے شو۔ هغه ووئيل د پاك پروردګار په فضل د كورونا باوجود معيشت 4 فيصده پرمختګ كوي۔ كرنټ اكاؤنټ كښې جولائی نه تر اپرېل مياشتې سرپلس يو بلین ډالر، اېکسپورټس كښې 13.5% او د زرمبادلې په مجموعي پنګو كښې 23 بلین ډالره اضافه شوې۔ روشن ډیجیټل اکاؤنټ 1 بلین ډالر ته رسېدلې او ترسیلات زر كښې ریکارډ 24بلین ډالر، یورو بانډز كښې 2.5 بلین ډالره او اېل اېس اېم كښې 9% اضافه شوې ده۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں