ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 2482 كيسونه رپورټ شول ، 67 كسان مړه شوي، د ايكټو كيسونو شميره 58،611 پاتي شوي، نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس سندھ كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 67 كسان مړه شوي چې پكښې 33 كسان په وينټيليټر وو۔نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر د اړخه جاري شوي بيان له مخي د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې 2 زره 482 كسانو د كووډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے۔ دتيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا 51 زره 625 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 14 زره 529, پنجاب كښې 20 زره 903, خېبرپښتونخوا كښې 8 زره 110, اسلام آباد كښې 5 زره 273, بلوچستان كښې يو زر 450,ګلګت بلتستان كښې 490, آزاد كشمير كښې 870 ټيسټونه شامل دي۔ تر اوسه ټول هېواد كښې د كووډ۔19 څخه د روغو شوو كسانو شميره 8 لكهه 34 زره 566 ته رسيدلي۔ بلوچستان كښې د كووډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټر نشته دغسې ټول هېواد كښې د كووډ۔19 لپاره بيلو شوو وينټيليټرز باندې 490 رنځوران پراته دي۔ ټول هېواد كښې د كووډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 58 زره 611 ده او د كورونا وائرس له امله د ځپلو شوو كسانو شميره 9 لكهه 13 زره 784 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 19 زره 60, بلوچستان كښې 24 زره 908, ګلګت بلتستان كښې 5 زره 545، اسلام آباد كښې 80 زره 927, خېبر پښتونخوا كښې يو لكه 31 زره 411، پنجاب كښې 3 لكهه 37 زره 775 او سندھ كښې 3 لكهه 14 زره 158 رنځوران شامل دي۔ ټول هېواد كښې د كووډ۔19 له امله د مړو شميره 20 زره 607 ده۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں