د خزانې او اقتصادي چارو وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې د پاكستان بيورېج انډسټري استازو غونډه

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د خزانې او اقتصادي چارو وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د پاكستان بيورېج انډسټري استازو غونډه وشوه۔د خزانې وزير د وېډيو لنك د لارې د غونډې مشري كوله۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې استازو د تېرو 8 نه تر 9 كلونو په مهال په پاكستان كښې د بيورېج صنعت كاركردګۍ په اړه د خزانې وزير خبر كړو۔د غونډې په مهال د حكومتي محاصل او روزګار رسنه كښې د بيورېج صنعت كردار او د كووېډ 19 په تناظر كښې د كاروبار په بدلو شوو نړيوالو او په قامي چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د پلاوي د راتلونكي بجټ په اړه خپل تجاويز وړاندې كړل۔د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل د صنعتي پرمختګ ودې٬د روزګار نوو موقعو راپېدا كولو او د كاروباري څانكې پراختيا لپاره د معاونت هر ډول ممكنه اقداماتو مرستيال يم۔

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں