اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب سره چين سفير نونګ رونګ ملاقات کړے ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چاو او د دوه اړخيزه مرستې پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال د چين او پاكستان ترمينځه د سفارتي اړيكو په 70 كاله پوره كيدو دواړو يو بل له مباركي وركړه۔ په دې موقع فرخ حبيب ووئيل پاکستان او چين خپلو كښې نزدې اړيكي لري كومې چې په هر سخت وخت كښې آزمائيل شوې دي، شاهرا قراقرم زمونږ د قوي ملګرتيا ښكاره ثبوت دے، د پاکستان اولس د پاك چين ملګرتيا په اړه ښه خيالات لري او د ملګرتيا اعلي سطح ئې په ځائې ساتلي ده۔ وزير مملكت فرخ حبيب د کميونسټ پارټي آف چائنه (سي پي سي) جوړيدو په سل كاله بشپړيدو د چين سفير او چين اولس له مباركي وركولو سره ووئيل بيلټ اينډ روډ انيشېټيو( بي آر آئي ) يو ښه اقدام دے كوم كښې چې پاك چين اقتصادي راهداري (سي پيك ) فليګ شپ منصوبه ده. فرخ حبيب د کوويډ 19 څخه بچ كيدو لپاره په ويکسين وركولو او بشپړه مرسته د چينائي سفير مننه وكړه او وې وئيل چې د چين په دې لړ كښې سمدستي مرسته د ستائني وړ ده، د عمران خان په مشرۍ كښې کوويډ 19 په ضد کامياب تګلاري د روغتيا نړيوالې ادارې هم ستائنه كړې۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل علامه اقبال خصوصي اقتصادي زون فيصل آباد كښې بنيادي انفراسټرکچر شته،هلته د چينائي سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته، وزير مملكت د پاکستان او چين کمپنيو شريكو پروژو په حاجت زور راوړو۔ فرخ حبيب د پاکستان او چين ميډيا صنعت ترمينځه د مرستي په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل پي ټي وي او سي سي ټي وي، اے پي پي او شنوا ترمينځه وړاندې څخه اېم او يو شته، د دواړو هېوادونو ترمينځه فلم جوړولو لپاره مرستي زياتولو ته اړټيا ده۔ چين سفير نونګ رونګ ووئيل د پاکستان ميډيا مخالف قوتونو سي پيك په اړه غلط معلومات او ډنډورو ختمولو كښې مهم كردار ترسره كړې۔ د چين سفير بزنس ټو بزنس (بي ټو بي) مرستي زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې د تجارت هر ډول مرسته يو ښه شروعات دي۔ وزير مملكت فرخ حبيب د سيمه ايزو رابطو او تجارت ودې لپاره د صدر شي جن پنګ وژن وستائلو۔ فرخ حبيب د چين سفير نونګ رونګ له د فيصل آباد دوري كولو بلنه وركړه