د بلدياتي ټاكنو په لمړي پړاؤ کښې پي ټي آئي تېروتنې وكړې٬ اوس به بلدياتي ټاكنو سره د اړوندې تګلارې پخپله څارنه كوم ٬ پي ټي آئي به لا زيات قوت سره رامخې ته شي٬ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد۔21دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا بلدياتي ټاكنو په لمړي پړاؤ کښې پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) تېروتنې وكړې او د هغې زيان ئې پورته كړو٬ هغه به اوس پخپله بلدياتي ټاكنو سره د اړوندې تګلارې څارنه كوي او پي ټي آئي به يو مضبوط قوت جوړشي۔ د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې هغه ووئيل په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په اولني پړاؤ كښې پاكستان تحريك انصاف د خپلو كړې تېروتنو زيان پورته كړو ٬ د دې لويې سبب د ناوړه كانديدانو ودرول وو۔ هغه ووئيل چې اوس به په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو دوهم پړاؤ او په ګرد هېواد كښې كېدونكو بلدياتي ټاكنو سره د اړوندې تګلارې پخپله څارنه كوم او كه لوئې څښتن ته منظور وي نو تحريك انصاف به د يو مضبوط ګوند په صورت كښې رامخې ته شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں