د او آئي سي غونډې كوربتوب نړيواله او تاريخي كاميابي ده۔ډاكټر شاهد صديق

image

لاهور 20دسمبر(اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف سينئر مركزي مشر ډاكټر شاهد صديق خان وئېلي دي چې د او آئي سي غېر معمولي غونډې كوربتوب نړيواله او تاريخي كاميابي ده٬ټولې نړۍ ته پېغام ترلاسه شوې چې وزيراعظم عمران خان د اسلامي نړۍ لارښود او پاكستان د اسلام قلعه او سوله اييز هېواد دے٬د او آئي سي په كاميابه غونډه كولو د عمران خان ډله د مباركۍ مستحق ده۔په خپل جاري شوي بيان كښې ده ووئيل چې د خپل ګاونډي هېواد افغانستان موجوده صورتحال ښه والي او د روښانه سباؤن په اړه د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل كاميابه غونډه د ټولې نړۍ لپاره پیغام دے چې پاكستان يو پرامن هېواد دے كوم چې د مسلمانانو وروڼو د ستونزو احساس لري۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په اسلامي نړۍ كښې د لويې لارښود په حېث رامخې ته شوې دې۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں