پېنډۍ 28 دسمبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېکټر جنرل مېجر جنرل بابر افتخار د نېشنل سکيورټي پاليسۍ منظوري قامي سلامتيا لپاره يو غوره ګام ګرځولو سره وئيلي دي نېشنل سکيورټي پاليسۍ سره به د هېواد سلامتيا مضبوطه شي ۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د پاليسۍ له مخې به د نېشنل سکيورټي جامع فريم ورك مرتب كېږي كوم چې به د هېواد د سلامتيا بېلا بېل اړخونه يو بل سره مربوط كوي۔ ده ووئيل د جامع فرېم ورك د لارې به د چيلنجز په ښه ډول د مخنيوي موقع ترلاسه شي، د پاكستان ځواكونه به د قامي سلامتيا پاليسۍ مقاصد ترلاسه كولو لپاره بشپړه كردار لوبوي