لاهور 23 دسمبر (اے پي پي) ۔ د خوراك او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي پاکستان كښې زرعي څانګې ته د رامخې ته ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي لپاره د سائنس مدارو مرسته پكار ده۔ د پنجاب يونيورسټي سنټر آف ايکسېلېنس ان ماليکيولر بائيولوجي (کيمب) تر سېوري لاندې په رياض الدين آډيټوريم كښې د زراعت او صحت په څانګو كښې دوه ورځني څلورم نړيوال سمپوزيم ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير سيد فخر امام آن لائن ګډون كولو۔ په سمپوزيم كښې د زراعت صوبائي وزير سيد حسېن جهانياں ګرديزي، وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر نياز احمد اختر، ډائريکټر احمد علي شاهد او د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ نوموړو سائنس مدارو، د فېکلټۍ غړو او د 200 نه زياتو مندوبينو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير سيد فخر امام ووئيل د هېواد په معيشت كښې استحكام او د كروندګرو مالي حالت ښه كولو لپاره زراعت لپاره جديد طريقو څخه استفاده كوو۔ ده ووئيل پرمختيللې هېوادونه په نړۍ كښې د علم او ټېكنالوجۍ په سبب حكمراني كوي۔ ده ووئيل په ټيکنيکل او ووکېشنل اېجوکيشن كښې كمي څخه د پوهه لرونكو كسانو كمې سره هم مخ يو۔ ده ووئيل كېمب جېن اېډيټنګ ټېكنالوجۍ استعمالولو سره د فصلونو ښه كولو لپاره په سم لوري روان يو ٬ ځكه چې زراعت د هېواد په جي ډي پي نېغ په نېغه اغيز پرېباسي۔ ده ووئيل اوسنے حكومت د پومبې٬ وريژو او د غنمو پشمول د غلې پېداوار كښې اضافې لپاره اقدامات كوي۔ په دې موقع نورو ګډون كوٶنكو هم وېنا وكړه