اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي سېلګري او دې سره د تعلق لرونكو نورو څانګو پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬ په آزاد جمو و کشمير كښې د سېلګرۍ بلها موقعې موجود دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په سيمه كښې د سېلګرۍ په څانګه كښې ودې سره به د انفراسټركچر او معيشت بهترۍ او د روزګار پراخه موقعې رامخئ ته شي۔ د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي وزيراعظم عمران خان د آزاد کشمير حکومت د اولس خېرښګړې او د سېلګرۍ ودې لپاره د روانو پرمختيائي منصوبو د پېشرفت نه خبر كړو۔ وزيرِاعظم عمران خان په آزاد کشمير كښې د احتساب اېکټ بحالي خوشبينه ګرځولو سره د قانون سرلوړۍ او په نظام كښې سپېځلتيا د هېواد پرمختګ لپاره ضروري وګرځوله