د کشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې فوري حل كړې شي۔ مونږ کشميري اولس سره ولاړ يو۔ فرخ حبيب

image

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې د کشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې فوري حل كړې شي ، مونږ کشميري اولس سره ولاړ يو٬ كشمير د پاكستانيانو او په نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو په زړه كښې دې٬ پاکستان په هر فورم د کشمير مسئله رامخې ته كړې٬ وزيراعظم عمران خان به د چين دورې په مهال هم په كشمير مسئله خبره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ډائريکټورېټ آف الېکټرانك ميډيا اېنډ پبلي کيشنز تر سېوري لاندې د كشمير يوالي ورځې پحقله د ډيجيټل عكسونو نندارتون په موقع ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې وكړه۔ هغه ووئيل د كشمير يوالي ورځ په موقع په شاندار نمائش كولو د ډېمپ مننه كوم۔ فرخ حبيب ووئيل په کشمير كښې روان ظلم او زياتې زده كوٶنكو د پېنټنګز د لارې په ډاګه كړې دې، د کشميري مېندو خوېندو تكليفونه مونږ هم محسوسوٶ٬ د بشري حقونو په خلاف ورزۍ پاكستان تل غږ پورته كړې دې۔ ده ووئيل د پنځم اګست د هندي اقدام نه پس اتيا لكه كشميريان بندي دي٬ نه ميډيا آزاده ده او نه سوشل ميډيا چلېږي، د مودي د آر اېس اېس سوچ عملي مظاهره په کشمير كښې د ظلم او بربريت په صورت كښې ليدلې كېدې شي۔ ده ووئيل د برهان واني په څير ځوان شهيد كړې شوې۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د کشمير د رښتني وكيل او د زړه ور سفير کردار لوبولې دې او د كشمير مسئله ئې په هر فورم په موثره ډول وړاندې كړې ده۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو دوهم سېكتر مبشر توقير او نور چاروكي هم موجود وو۔ په دې موقع وزير مملکت فرخ حبيب په نندارتون كښې د عكسونو مشاهده هم وكړه٬ ګډون كوٶنكو ته د كشمير سټوري په عنوان د هند په ظلم او بربريت جوړ كړې شوې دستاويزي فلم هم وښولې شو۔ په دې موقع فرخ حبيب د زده كوٶنكو انجونو ترمېنځه د پېنټنګز په مقابلو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو له انعامونه وركړل۔ د يادونې وړ ده چې ډائريکټوريټ آف اليکټرانك ميډيا اينډ پبلي کيشنز هر كال د كشمير يوالي ورځ په موقع هندي ظلمونه په ډاګه كولو لپاره د عكسونو د نندارتون اهتمام كوي

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں