اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي د لوټ مار ډله په دعوتونو كښې د مړزانو خوندونه اخلي٬ د عمران خان په سبب د دوي ملاقاتونه كېږي٬ كله د يو بل د راښكولو خبرې كېدلې ٬ دوي څه مشتركه تګلاره لري٬ پاكستان يا د اولس ګټې لپاره په دې كښې څه شته؟ د او آئي سي غونډې كېدونكې ده٬ په دې موقع دې د لانګ مارچ خبرې كوٶنكې دې اووائي دوي ته خپله سلامتيا كه د هېواد سلامتيا عزيز ده، مونږ د لانګ مارچ او احتجاج څخه نه ېرېږو٬ د 7.5 اربه روپو د شهباز شريف په نېب او د 16 اربه روپو په اېف آئي اے كښې كېسونه چلېږي٬ د درې نيمو كالو خپله كاركردګي اولس ته وړاندې كوٶ٬ سي اي سي وزيراعظم ته د چين په كاميابه دوره مباركي وركړې ۔ د ګل په ورځ خبري كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د تحريك انصاف چيئرمېن او وزيراعظم عمران خان د پي ټي آئي د مركزي مجلس عامله (سي اي سي) د غونډې مشري كړې٬ په غونډه كښې ټلو صدورو د خپلې كاركردګۍ رپورټس وړاندې كړے۔ ده ووئيل د ګوند تنظيم سازي بشپړولو لپاره صدور ته د 15 ورځو ډېډ لائن وركړے شوے ٬ د ګوند مستقل پارلماني بورډ جوړ كړے شوے ۔ په غونډه كښې وزيراعظم عمران خان د اولسي رابطو كمپان پېل كولو پرېكړه كړې ، پارلماني غړو او د ګوند كاركنانو د دې خواهش څرګندونه كړې چې وزيراعظم دې اولس سره د حكومت كاركردګي او ترجيحات شيئر كړي۔ ده ووئيل د ضلع په كچه به پارټي وركرز كنونشن كولې شي٬ وزيراعظم عمران خان به لويو اولسي غونډو ته وېنا كوي۔ ده ووئيل د فرورۍ په نهمه نيټه به وزيراعظم د فېصل آباد دوره كوي او هېلته به د صحت كارډز اجراﺀ كوي چې مقصد ئې د حاجت مندو رنځوانو درملنه ده ٬ په وړومبي ځل يو وزيراعظم اولس ته نېغ په نېغه ګټه ورسولې ٬ تر 31 مارچ به د پنجاب 100 فيصده آبادي د صحت كارډ څخه مستفيد شي٬ دې لپاره د پنجاب حكومت 150 اربه روپۍ بېلې كړي۔ ده ووئيل سي اي سي وزيراعظم ته د چين په کاميابه دوره مباركي وركړې