اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف د چین سفارت خانے دورہ وكړه او په كراچۍ كښې په پوهنتون كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې ئې د چينائي وګړو په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ، ده ووئيل ټول پاکستان د خپل چينائي وروڼو سره ولاړ دي او هغوې سره د يووالي څرګندونه كوي۔ راجه پرویزاشرف ووئيل په پاك چین ملګرتيا بريد شوې، پاکستان به د دښمن تعاقب کوي، ترهه ګر د خپل ناوړه مقصدونو د لارې د پاك-چین اقتصادی راهدارۍ منصوبې ته زيان رسول غواړي٬ خو هغوې به چرې هم دې مقصد كاميابولو كښې بريالې نشي ۔د قومی اسمبلۍ سپيكر ووئيل د چینائي وګړو امنيت له به هر ممکن وسائل کارولې شي، پاکستان اولس د چینائي وګړو په مړينعه دړديدلې دې۔اسپیکر راجه پرویز اشرف د چین سفارت خانه كښې د ميلمنو په کتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔