اسلام آباد۔10فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاك چين اړيكې تر اولسي كچې رسېدلې دي ، زمونږ دوه اړخيزه اړيكې تسلسل لري٬ پاكستان او چين د يوې بلې سړې جګړې دور نه غواړي، كه مرسته ونه شي نو په افغانستان كښې به يوه لويه الميه رامنځ ته شي٬ د امريكا او چين ترمينځه د تاؤ تريخوالي په ځائې مثبته مبارزه به د نړۍ په ګټه وي ٬ په دې لړ كښې پاكستان لكه د تېر وخت مثبت كردار ترسره كول غواړي٬ زما ترجيح په خپل هېواد كښې د قانون سرلوړي ٬ حاكميت او د خپل اولس خېر ښېګړه ده ، جیو اکنامکس ته مو خاص پاملرنه كړې ده ٬ خپل اولس د بې وزلۍ نه ويستلو له چين زمونږ لپاره يو مثال دے ، هندي حكومت دا ګڼي چې هند يوازې د هندوانو دې او د نورو مذهبونو منونكي د دويمې درجې وګړي دي٬ كشميريانو له د خپلواكۍ حق په نه وركولو به زيات زيان هند پورته كړي ٬ په افغانستان كښې د امريكا د ناكامه كېدو سبب د هغې د مقاصدو غېر واضحه كېدل وو٬ كه د افغانستان مرسته ونكړې شوه نو لويه الميه رامخې ته كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د فودان پوهنتون چين ډائرېكټر سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاك پروردګار مونږ ته زيات صلاحيتونه راكړې دي خو دې سره انصاف هغه وخت كېدې شي چې كله ته ځان چېلنج كړې۔ دې سره به ته په ژوند كښې مخ په وړاندې ځې او كله چې ته چېلنج ترك كړې نو ته به شاته روان شې۔ پاك پروردګار مونږ انسانان داسې پېدا كړې يؤ۔ هغه ووئيل ما کېنسر روغتون او دوه پوهنتونونه جوړ كړل۔ هغه ووئيل په شوکت خانم روغتون كښې نزدې د 75 فیصده خلكو درملنې وېړيا كېږي دغسې په پوهنتونونو كښې 90 فيصده زده كوؤنكي زده كړې وېړيا ترلاسه كوي۔ بيا زه سياست ته راغلم۔ زما ايمان دې چې هېواد بې وزلۍ سره د بدعنوانۍ د لاسه مخ كېږي۔ زما منشور په دوه اصولو اډانه لري يو د قانون حاكميت او بل پاكستان يو فلاحي رياست جوړول۔ د افغانستان د صورتحال په اړه وزيراعظم ووئيل امریکايانو د افغانستان تاریخ نه دې مطالعه کړې، ما د اولې ورځې څخه وئیل چې امریکايان به هېڅکله په افغانستان کې بریالۍ نه شي، دوی هېڅ ښکاره هدف نه لرلو ، که هر څه وو، نو یوځل چې اسامه بن لادن د امریکایانو لخوا ووژل شو باید د امريكا مشن پايې ته رسېدلی وې۔ په امریکایانو كښی چا ته هم دا نه وه معلومه چې دوی دغلته څه کوي، کله چې تاسو روښانه مقاصد نه لرل نو تاسو په يو هېواد مسلط شوې ولې وۍ ٬ د دې نتيجه خو به د ناكامۍ په صورت كښې رامخې ته كېده۔ دویم دا چې دوی د افغانانو په رول نه پوهیږي، د افغانستان خلک په خپل هیواد بهرنۍ واکمني نه مني، زه له شلو کلونو راهېسې وایم چې دا مسئله به كوم پوځي حل ونه لري ځکه چې زه د افغانستان د تاريخ نه خبر يم۔ هغه ووئيل 40 كاله پس دا اولنۍ موقعه ده چې په افغانستان كښې كومه جګړا نشته خو افغانستان چې دا مهال كومې مسئلې سره مخ دې هغه دا ده چې امريكايان د طالبانو حكومت او د 4 كروړه اولس ترمينځه فرق نه كوي۔ وزيراعظم ووئيل په افغانستان کښې يوه لويه انساني الميه رامخې ته كېږي او دا هغه څه دي چې بايد مخنيوى يۍ وشي، ما په هر فورم خپل غږ پورته کړې دې۔ وزیر اعظم ووئیل چې د امریکا په شتون کښې هم د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کولو٬ كوم هېواد چې د خپل بجټ 75 فيصده برخې لپاره په غېر ملكي مرسته اډانه كوي ٬ كه ته د هغوي مرسته كول بند كړې او په دغه هېواد بندېزونه ولګوې نو دا د انسان پېدا كړی تر ټولو لويې بشري بحران جوړېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل د چین، پاکستان، ګاونډیانو او د اروپایی هېوادونو په ګډون ټولو له به امریکایان په دې قائل کول وي چې دا د افغانستان حوالې سره د وړاندې تللو لاره نه ده٬ ځکه چې که په افغانستان کې ګډوډې رامنځته شی او طالبان حكومت كمزورې شي نو هغه به د آئي اېس آئي اېس (داعش) په څير د نړيوالو ترهګرو ډلو مقابلې كولو جوګه پاتې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زما وړومبۍ ترجيح د پاكستان 22 كروړه اولس دے٬ زمونږ د ودانۍ نزدې 25 نه تر 30 فیصده برخه د بې وزلۍ كرښې څخه ښكته ژوند كوي ٬ پاكستان كښې مونږ نزدې له 30 كالو څخه شاته روان يؤ٬ د دوه لوټ كوؤنكو يو بل پسې د حكومت كولو له امله او بيا يقينا ً د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امريكا برخې جوړېدو له امله ٬ او دې پاكستان زيات زيانمن كړې۔ پاكستان د 80 زره ځانونو قرباني وركړه٬ زمونږ معيشت ته له 150 اربه څخه د زياتو ډالرو زيان ورسېد٬ زما لومړۍ ترجيح د اولس خيال ساتل دي٬ زما د حكومت ټول زور په جيو اكنامكس دې٬ مونږ خپل اولس بې وزلۍ څخه ويستل غواړؤ او دې لپاره مونږ د چين نه زده كړه كول غواړؤ۔ هغه ووئيل مونږ سي پېك او ګوادر ته خپل جيو اكنامكس له د يوې زبردستې موقعې په توګه ګورؤ۔ زما په خيال دا يوازې پاكستان او چين لپاره مخصوص نه ده بلكې مونږ كوم هم هېواد ته بلنه وركوؤ چې هغه د دې منصوبې برخه جوړ شي او په سي پېك كښې سرمايه كاري وكړي۔ یقیناً په سباؤن كښې به زياتې معاشي موقعې رامخې ته شي۔ د یوې پوښتنې په ځواب کښې هغه ووئیل چې د کرکټ له امله زه د ډیرو پاکستانیانو په مقابله كښې د هند په اړه زيات پوهېږم، کرکټ په پاکستان او هند کښې زيات مقبوليت لري، د کرکټر په توګه ما په هند کښې ډیر كركټ كړې دې٬ د هند خلک ما زيات خوښوي او زما احترام كوي ، کله چې زما حکومت واک ته ورسېد نو له هند سره د اړیکو د معمول لمخې كول زما ترجيح وه۔ هغه ووئيل له هند سره زموږ تر ټولو لویه ستونزه کشمیر دې، هند د کشمیر د خلکو د خپلواکۍ له حق څخه انکار کړې، په داسې حال کښې چې دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا تضمین شوې ده، خو له بده مرغه هند د کشمیریانو دغه غوښتنه رد کړې او دا د پاكستان او هند ترمنځ اساسی شخړه ده كومه چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل تسليم كړې ده۔ زه فکر کوم چې له بده مرغه دې مسئلې د پاکستان په مقابله كښې هند ته ډیر زیان رسولې او همداسې به رسي۔ وزیر اعظم ووئیل چې د هند حکومت دا ګڼي چې هند یوازې د هندوانو لپاره دې، داسې کول په اصل کښې د 60 یا 70 كروړه خلکو محدودو كولو مترادف دي٬ اوس دوی د دويمې درجې وګړي ګڼلې شي په كومو كښې چې 20 كروړه څخه زيات مسلمانان هم شامل دي٬ ځكه خو په هند كښې يو ناوړه صورتحال رامخې ته شوې دې۔ وزيراعظم ووئيل هند داخلي ستونزو سره مخ دې او هغه خپلو ګاونډيانو سره هم شخړې لري۔ مونږ هيله لرو چې هند به غوره پرېكړې وكړي خو که وضعیت ښه نه شو نو هند به نور هم زیانمن شي. وزيراعظم ووئيل نړۍ بايد له سړې جګړې څخه وساتلې شي٬ د امريكا او چين ترمينځه د تاؤ تريخوالي رجحان وينم ٬ دې ته آسانۍ سره د يو مثبت مبارزې شكل وركولې كېدې شي ٬ په دې صورت كښې به ټولې نړۍ ته ګټه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل د چين او امريكا حوالې سره به مونږ له هغه كردار ترسره كول وي كوم چې پاكستان په 1970 كښې ترسره كړې وو ٬ كله چې مونږ چين او امريكا يو مېز ته راوستلې وو۔ څه وخت چې ډاکټر کسنجر د چين په دوره تلې وو ، زه يو وارې بيا د پاكستان دغه كردار وينم۔ هغه ووئيل په ځائې د دې چې مونږ په مخالف بلاكس كښې پاتې شؤ ٬ زما په خيال دې سره به نړۍ ته زيان ورسي۔ وزیراعظم ووئيل زما په خيال به چين كله هم سړه جګړا نه غواړي۔ د سينکيانګ د حالاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم ووئيل مونږ په چين کښې خپل سفير معين الحق په خاصه توګه سينکيانګ ته ولېږلو چې هلته د حالاتو جاج واخلي او هلته حالات معلوم کړي، هغه چې كوم رپورټ راكړې هغه د هغې خبرونو نه بېخي بدل دې كوم چې په لوئيديزه ميډيا كښې وړاندې كولې شي۔ د ده د رپورټ لمخې دغلته تندۍ سره د پرمختګ عمل روان دے او چین په سینکیانګ کښې پرمختګ ته غیر معمولي پاملرنه کوي.د يوې پوښتنې په ځواب کښې وزيراعظم ووئيل امريکا هم د پاکستان ښه ملګرې دې خو دا د چين په شان دوستي نۀ ده په کومه چې حالات كوم هم اغېر نه پرېباسي٬ يو وخت و چې امريکا سره زمونږ د ملګرتيا ښې اړيكې وې ٬ بيا چې کله پاکستان ته اړتیا نه وه نو هغه له پاکستان څخه لاس په سر شوه٬ دې نه وروستو يو وارې بيا د ملګرتيا اړيكې بحال شوې ٬ د مثال په توګه پاكستان په افغانستان كښې د سوويت يونين په ضد جنګ كښې په اولني صف كښې وو٬ دغه وخت پاكستان د امريكا ملګرې جوړ شو۔ امريكا زمونږ مرسته هم وكړه او مونږ سره ډېره ښه پاتې شوه۔ څه وخت چې سوويت يونين له افغانستان څخه لاړو نو په مونږ يۍ بندېزونه ولګول، لس كله پس چې كله نائن الېون وشو نو بيا مونږ سره د امريكا اړيكې ښې شوې او كله چې په افغانستان كښې ناكامۍ سره مخ شوه نو د دې ماتې خوړلو ذمه وار يۍ پاكستان وګرځولو۔ هغه ووئيل زمونږ امريكا سره هغسې اړيكې نه دي كومې چې چين سره دي۔ چين سره له 70 كالو راهيسې راروانې اړيكې يو تسلسل لري۔ پاكستان په هر يو فورم چين سره ولاړ پاتې شوې او چين هم د ضرورت په وخت زمونږ مرسته كړې ده۔ چین سره زمونږ اړيكې اولسي كچې ته رسېدلې دي ، اوس اولس اولس سره تړون لري٬ هېڅ فرق نه پرېوزي چې په پاكستان كښې اقتدار د چا په لاس كښې دې٬ دلته چې څوك هم اقتدار ترلاسه كوي هغه به چين سره ښې اړيكې لري ولې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا اولسې كچې ته رسېدلې ده۔