اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د قوي غږ له امله اسلام مخالف پروپېګنډه وروستۍ سلګۍ اخلي او د اسلام اصل بيانيه رامخې ته كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو او د روسيه صدر پيوټن د اسلامو فوبيا په ضد د عمران خان په غږ كښې د آواز شاملولو په اړه خپل بيان كښې كړې ۔ ده ووئيل وزيراعظم جوړېدو سره سم عمران خان په نړيوال فورم د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كړې٬ نړۍ ھغه منظر ليدلې كله چې د ملګرو ملتونو په ايوان كښې د دين پېغام پورته شو۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان نړۍ ته حقيقت وښودلو او اسلام ترهګرۍ سره د تړلو منظم كمپائن او سازش ئې په دلائل وركولو نه يوازې بې نقابه كړو بلكې د نړيوالې ورورولۍ ضمير ئې هم راويخ كړو۔ مراد سعيد ووئيل د وزيراعظم عمران خان د قوي غږ له امله اسلام مخالف پروپېګنډه په سلګو ده او د اسلام اصل بيانيه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل په نړيوال فورم د اسلامو فوبيا په ضد د عمران خان د تقريرونو وېډيو هم ريليز كړې شوې