حكومت د كورونا په مهال د مكمل لاك ډاؤن په ځاې د سمارټ لاك ډاؤن د لارې په معاشي توګه د كمزورې طبقې تحفظ باوري كړے ۔د وزيراعظم عمران خان د كورونا مخ نيوي اقدامات په اړه د اعلٰی كچ غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت د كورونا په مهال د مكمل لاك ډاؤن په ځاې د سمارټ لاك ډاؤن د لارې په معاشي توګه د كمزورې طبقې تحفظ باوري كړې۔٬د حكومت د رېليف او اقدامات په سبب په صنعتونو او نورو معاشي چارو د كورونا آغېز د كم نه كم شوے ٬د پاكستان قوم به د ډاكټرانو او د فرنټ لائن د روغتيا كاركنانو قربانۍ كله هم هيرې نه كړي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كورونا مخ نيوي اقدامات په اړه د اعلٰی كچ غونډې ته په خپله يوه وېنا كښې وكړې۔د غونډې مشري وزيراعظم عمران خان پخپله كوله۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان٬خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل٬د اېن سي او سي كمانډر ميجر جنرل ظفر اقبال٬د اېن سي او سي ډي جي آپس ميجر جنرل آصف ګورايا او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل د كورونا مخ نيوي لپاره د حكومت د پالېسو په ټوله نړۍ كښې ستائنه او ډاډګيرنه شوې۔ده ووئيل د كورونا اېس او پيز په عملي كولو كښې اولس بشپړه ملګرتيا كړې۔ده ووئيل چې كله په ټوله نړۍ كښې د لاك ډاؤن په ضد خلق سړكونو ته راوتلې وو٬د پاكستان اولس نه يوازې په اېس او پيز عمل كړے بلكې د حكومت د سمارټ لاك ډاؤن اقدامات يې بشپړه مرسته هم كړې او په ويكيسي نېشن كښې يې هم په بشپړه توګه برخه اخستې ۔په غونډه كښې د كورونا مخ نيوي په اقداماتو هم غور وكړے شو۔دغسې غونډه د كورونا ويكسي نېشن د صورتحال نه هم خبر كړی شوه۔وزيراعظم د اېن سي او سي او د قامي روغتيا وزارت كاركردګي ستائېلو سره په اېس او پيز د عمل باوري كولو او د ويكسي نېشن لا ګړندې كولو امر هم وكړو

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں