اسلام آباد۔1فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سټېټ بېنك د چا غلام نه دې جوړ كړې شوې٬ د پارليمنټ لاندې به پاتې كېږي ٬ د مخالفې ډلې د مشر استعفی يوه ډرامه ده٬ هغه كله هم له خپلې چوكۍ څخه لاس په سر كېدې نه شي٬ د مخالفې ډلې غړي بايد په ده باور ونكړي٬ دې سېنېټر هم د ووټونو په اخستلو جوړ شوے دے٬ پیپلز ګوند (ن) لیګ سره د مخالفې ډلې مشر په تعينات كولو كښې ګوته كړې٬ سېنېټر دلاور ښكاره وئيلي چې د مخالفې ډلې مشر زه راوبللم او په خپل پټ شو۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال خارجه وزير ووئيل سټېټ بېنك خپلواكه جوړول د معاشي ذمه وارو برخه ده، د پيپلز ګوند او نون ليګ ريكارډ ګواه دې چې هغوي هم په خپل دور كښې بدلونونه كړي دي٬ اوس ضرورت د دې خبرې دې چې سټېټ بېنك يوه خپلواكه اداره جوړه كړې شي دغسې چې حكومتونه دا د خپل مقصد لپاره ونه كارولې شي٬ د بورډ آف ډائرېکټرز د تعينات كولو اختيار به كابينه اور وزيراعظم سره وي٬ سټېټ بېنك د چا غلام نه دې جوړ كړې شوې٬ د پارليمنټ لاندې به پاتې كېږي۔ د دې رپورټ به پارليمنټ ته دغسې وړاندې كولې شي۔ هغه ووئيل په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر د ګل په ورځ غېر ذمه واره بيان وركړې٬ د سېنېټ په چيئرمېن ئې ټكونه كړي ٬ رولز ددې اجازه نه وركوي۔ هغه ووئيل د مخالفې ډلې مشر ووټونه اخستلو سره سېنېټر جوړ شوې٬ دا ټولو ته معلومه ده٬ د ده د كېس اوس هم په الېكشن كمېشن كښې سماعت كېږي٬ د ده د زوئي وېډيو هم رامخې ته شوې ده په كومه چې هغه د ووټونو د اخستو خبره كوي۔ هغه ووئيل د مخالفې ډلې د مشر استعفی يوه ډرامه ده٬ هغه كله هم له خپلې چوكۍ څخه لاس په سر كېدې نه شي ٬ دې به خپله استعفی بېرته اخلي۔ هغه ووئيل د اپوزيشن غړو ته زما مشوره ده چې د مخالفې ډلې مشر سودا كوؤنكې مالي شخصيت دې په ده بايد كله هم اعتبار ونكړې شي۔