اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې د عمران خان ټول سياست په درغو او تورونو اډانه دې ،پرله پسې څلور كاله دروغ وئيلي شوې، عمران خان په هېواد كښې کارټلز او مافیاز مسلط کولو سره د پاکستان اولس لوټ كړې، اپوزیشن ئې په زندانونو كښې بند كړې، اوس هغه دې څخه يريږي چې كه ګراني كمه شوه نو وګړو له به څه ځواب وركوم،څلور كاله كښې هغه يوه منصوبه نه ده پيل كړې او 43 زره اربه روپۍ قرض اخستلې شوې ، دوه كروړه وګړي د غريبۍ كرخې څخه لاندې تللي دي،څلور كاله غلا ، منی لانډرنګ او کرپشن تورونه لګولو سره ئې څه هم ثابت نه كړل۔د اتوار په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې دې ووئيل عمران خان څلور كاله په اقتدار كښې پاتې كيدو سره د طاقت ناجائز استعمال کړې او نیب او اېف آئی اے پشمول ټولې ادارې ئې په اپوزېشن لګولې دوي۔دې ووئيل كله چې هغه ته څه كيس ترلاسه نه شو نو اینټي نارکوټکس ادارې ئې په رانا ثناء اللہ ولګولې، دوه ځل د مخالفې ډلې مشر نيولې شوې خو هغه څخه څه هم ترلاسه نه شول۔ مرېم اورنګزیب ووئيل فرح ګوګي او شهزاد اکبر قصے د ټولو په وړاندې دي،دغه دواړه د بني ګالا فرنټ پرسن ؤ۔دې ووئيل دوي تر څلور كاله کرپشن، منی لانډرنګ او د غلا تورونه لګولې خو څه هم ثابت شوې نه دي، پاکستان په كوم عدالت كښې ئې څه ثبوت وړاندې نه كړې شو۔ نیب او اېف آئی اے استعمالولو سره هغوي په عدالتونو كښې جعلی کاغذات جمع کړې خو کرپشن بيا هم ثابت نه كرې شو، دې ووئيل د نیب کاغذات او سرکاری ریکارډ په غیر قانونی توګه ډیوډ روز رابللو سره ورګرې شوې چا چې په ډیلی میل كښې يو خبر شائع کړې دې نه پس تر نن هغوې د برتانيې عدالتونو كښې بخښنې غواړي چې مونږ ته عمران خان او شهزاد اکبر وئيلي ؤ چې د دروغو خبر ولګوئ۔دې ووئيل په دې په پی آئی ډی كښې پریس کنفرنس کولو سره ئې کاغذ غوښدلې چې نن مونږ په اربونو روپۍ ریکور کړې ، خو په حقیقت كښې څه هم نه ؤ، نیب او ایف آئی اے کاستعمالولو باوجود هغوې کرپشن ثابت نه كړې شو، نېشنل کرائم ایجنسی ته ایف آئی اے او نیب ټول ريكارډ ليږلې شوې ، این سی اے ته د نواز شریف، شهباز شریف، مریم نواز، حمزہ شهباز پشمول د شريفې كورنۍ په ضد ثبوت لېږلې شوې خو بيا هم کرپشن او منی لانډرنګ ثابت نه كرې شو۔دې ووئيل په نېشنل ایکشن پلان څلور كاله كښې كومه غونډه نه ده رابللې شوي۔ دې ووئيل څوك چې هم قانون لاس كښې اخلي، قانون به خپله لاره جوړوي۔ چا سره به څه ډول زياتې نه شي كولې، دا يو رياست دې او دلته چې څوك هم انتشار خپروي ، قانون سره به مخ كولې شي۔