اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د کشمير مسئلې حل له د هېواد او په نړيواله كچه موثره تګلاره خپلو سره بهتري ممكن كېدې شي، د پاکستان اولس او ادارې كشميري اولس سره د آزادۍ په هلو ځلو كښې سنګ په سنګ ولاړ دي او د دوي د آزادۍ په ترلاسه كولو كښې به د هېڅ قسم قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير يوالي ورځ په مهال خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووېيل د فرورۍ پنځمه نيټه د كشميريانو د آزادۍ د هلو جلو او د لازواله قربانيو ورځ ده كومه چې به ګرد هېواد كښې په بشپړه ډول لمانځلې شي دا ورځ كشميريانو سره د يوالي ورځ ده۔ ده ووئېل د كشمير مسئلې حل لپاره ټولو سياسي ګوندونوه ادارې او ټول قام يو موټے دي ٬ د کشمير مسئلې حل د ملګرو ملتونو قراردادونو او د كشميري اولس هيلو تر مخه وي٬ دې مقصد لپاره به نړيواله ورورولي او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو تنظيمونو له خپل كردار لوبول وي ۔ ده ووئيل د مودي په 5م اګست كال 2019 كښې د مقبوضه کشمير خاص حېثيت بدلولو نه پس د بشري حقونو د خلاف ورزۍ بدترين مثالونه قائم كړي او د لكهونو په شمېر كشميريان ئې د بنيادي حقونو څخه محروم او نظر بند كړي۔ صادق سنجراني ووئيل په كشمير كښې زيات شوے د هند بربريت٬ ظلم او د بشري حقونو خلاف ورزو نه يوازې د هند ناوړه څېره نړۍ ته په ډاګه كړې بلكې اوس د هغه غېر قانوني اقداماتو په ضد غږ پورته كېږي۔ ده ووئيل د پاکستان اولس او ادارې كشميري اولس سره د آزادۍ په هلو ځلو كښې سنګ په سنګ ولاړ دي او د دوي د آزادۍ په ترلاسه كولو كښې به د هېڅ قسم قربانۍ نه ډډه نه كوٶ۔