پېنډۍ 06 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ځينې خلقو د وزيراعظم د چين په دوره ټكونه كړي۔ ٬ د بده مرغه دوي د شريكو او ګڼ اړخَيزه دورو په الف با هم نه پوهېږي او ځان د خارجه چارو پوهان ګڼي، د عمران خان په ضد به يو سازش كامياب نشي٬ اپوزيشن دې څو ورځې فكر لپاره خپلو كښې مشاورت وكړي ٬ ناكامي د دوي مقدر ده، په پروني محفل كښې شهباز شريف او بلاول زرداري په ماتم كښې ٶ، مريم نواز هم په دې محفل كښې شامل شوې او “مونږ پنځه” سېريز وچلېدو٬ د دوي چغې تر آسمان رسېدې چې د وزيراعظم د چين دوره څومره كاميابه ده، اپوزيشن د فرورۍ پنځمه نيټه ” د غلو د يوالي ورځ” ډېکلېئر کړې، دوي ډېر زر نورو درملو ته اړتيا لري ٬ لانګ مارچ خو لرې خبره ده بلاول شارټ مارچ هم نه شي كولې٬ په لانګ كښې چې څومره ټكي دي دومره خو دوي كسان هم نه لري چې ھغوي مارچ وكړې شي ٬ د وزيراعظم د چين دوره کاميابه وه٬ د دې دورې په نتيجه كښې به معاشي استحكام راشي، د پاکستان او چين اړيكې مستحكم كېږي كوم چې د پاكستان معيشت هم بدلوي۔ د اتوار په ورځ د چين دورې څخه په راستنېدو په نور خان هوائي مېدان خبري كنفنرس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان د چين دوره ډېره كاميابه وه٬ كومه مينه او ګرمجوشي چې د چين قيادت او اولس پاكستان لپاره ښودلې ھغه مثال نه لري۔ ده ووئيل د شلو نه د زياتو هېوادونو مشران رابللې شوي وو٬ څنګه چې د وزيراعظم عمران خان هركلې شوې دغسې د نورو مشرانو هم شوې۔ ده ووئيل د وينټر اولمپكس پرانستې دستوره كښې چې د چين اولس د پاكستان ډلې لپاره كومه مينه ښودلې شايد چې د بلې ډلې لپاره ښودلې شوي۔ ده ووئيل دلته ونټر ګېمز له كار كولو ته اړتيا ده ، زمونږ شمالي سيمې د سوئټزرلېنډ نه لويې دي، دلته د ونټر ګېمز موقعې موجودې دي۔ ده ووئيل چين به هم په دې ګيمز كښې زمونږ مرسته كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د چين په دوره ځينې خلقو ته تكليف شوې ٬ ده ووئيل تېره ورځ په لاهور كښې محفل كښې شهباز شريف او بلاول زرداري په ماتم كښې ٶ، مريم نواز هم په دې محفل كښې شامل شوې او “مونږ پنځه” سيريز وچلېدو٬ د دوي چغې تر آسمان اورېدې شوې، د دوي د چغو نه دا برېښي چې د وزيراعظم د چين دوره څومره كاميابه وه۔ ده ووئيل اپوزيشن په دريارلسم ځل د لانګ مارچ كال وركړې دې كله چې دوي په شا ګوري نو ورته معلومه شي چې د ډرائيور او ګارډز نه علاوه هېڅوك په لانګ مارچ كښې نشته٬ ده ووئيل دا ځل مونږ هڅه كوٶ چې دوي ته خلق وركړو چې دوي ته په لانګ مارچ كښې تكليف نه وي۔ ده ووېيل پيپلز پارټۍ د شهباز شريف په كور كښې د خپل سرنډر كېدو ډاکومنټ لاسليك كړې٬ دوي په پنجاب كښې هېڅ كردار نه لري٬ دغسې شريف كورنۍ پرېكړه كړې چې د دوي په سندھ كښې سياسي كردار نه وي۔ ده ووئيل د دې نه اندازه لګېدې شي چې د دوي د سباٶن سياست څومره تت دے۔ ده ووئيل عمران خان او پاکستان له لوي څښتن عزت وركرې٬ د چين صدر او وزيراعظم د پاكستان د معاشي صورتحال او اصلاحاتو ستائنه كړې ده۔ چين په ډاګه كړې چې په هر صورتحال كښې پاكستان سره يؤ٬ دا خوشبينه خبره ده٬ ټول قام د دې ستائنه كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ازبکستان صدر سره هم ملاقات كړې او ازبك صدر به په مارچ كښې د پاكستان دوره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل يو سازش د عمران خان په ضد نشي كاميابېدې، اپوزيشن دې څو ورځې فكر لپاره خپلو كښې مشاورت وكړي۔ ناكامي د دوي مقدر ده، ده ووئيل اپوزيشن په سېنېټ كښې اکثريت ثابت نه كړې شو او په قامي اسمبلۍ كښې هم پاتې راغلي دي٬ دوي به هېڅ ونه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د چين دورې په مهال په اېم اېل اېن ون منصوبه هم خبرې وشوې، د دې نه علاوه په آئي ټي، ټيکسټائل او د ورېژو د درآمد پشمول د سيمي کنډکټر انډسټري په جوړولو هم خبرې وشوې ٬ په مجموعي توګه په 21 کلسټرز خبرې شوې دي۔ ده ووئيل د چين صدر او وزيراعظم ته يو پچ بك تيارولو سره وركړې شوې دي٬ ده ووئيل چين د پاكستان په مشرتابه او پاكستان د چين په مشرتابه بشپړه باور لري٬ د دواړٶ اړخو نجي څانګې ته آسانۍ وركولې كېږي