فيصل آباد 09 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ګوجرانواله ډويژن څخه د ټاكلو پارليماني غړو غونډه شوې۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو سيد فيض الحسن شاه٬حاجي امتياز احمد چوهدري٬چوهدري شوكت علي بهټي٬وجيه اكرم او د صوبائي اسمبلۍ غړو سلیم سرور جوړا، میاں محمد اختر حیات، چوهدری لیاقت علی، محمد ارشد چوهدری، محمد اخلاق، محمد طارق تارړ، ګلریز افضل ګوندل اور محمد احمد چټھه ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اړوندو سيمو په سياسي چارو او پرمختيائي پروژو خبرې وشوې۔وزيراعظم ټولو غړو ته هدايت وكړو چې دوي په خپلو سيمو كښې عوامي رابطه مهم زيات كړي٬د اولس ستونزې زر حل كولو لپاره ضلعي انتظاميې سره په ګډه كار وكړي۔وزيراعظم دوي ته په راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې كاميابي باوري كولو لپاره د ګوند د كاركنانو فعاله كولو هم امر وكړو