اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د الېکشن کمېشن لخوا تېره ورځ د جاري شوي انتخابي شېډول لمخې نن د خېبرپښتونخوا د بلدياتي ټاكنو دوېم پړاؤ لپاره د 18 ضلعو ټولو ريټرنګ افسرانو پبلک نوټس جاري کړے دے۔ په دې ضلعو كښې د هزاره ډويژن او ملاكنډ ډويژن 7 ٬ 7 ضلعو په شمول4 ضم شوې قبائلي ضلعې اورکزۍ، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان شامل دي چرته چې په تاريخ کښې په اولني ځل اولس خپل بلدياتي کانديدان ټاکي ٬ ټاکنې به د راروانې مارچ مياشتې په 31 مه نېټه كېږي۔