لاهور 27 اکتوبر (اے پي پي) وړومبنۍ مېرمن ثمينه علوي په لاهور كښې د خاص ماشومانو د تربيې د سركاري ادارې ګورنمنټ شاداب ټريننګ انسټيټيوټ دوره كړې او دغلته كوچنيانو ته وركړې كېدونكې سهولتونه ئې معلوم كړي ۔ د ادارې د خاص ماشومانو لخوا وړومبنۍ مېرمن ته د ګلونو ډالۍ وركړې شوې۔ ثمينه علوي د ادارې د بېلا بېلو څانګو ماډل ګروپ،سېکنډري ګروپ،آټسټك ګروپ او د پرنسپل آفس سره سره د خاص ماشومانو لخوا د هېنډ كرافټ د لګولے شوو سټالونو هم دوره وكړه ۔ په دې موقع دې د خاص ماشومانو لخوا د پېنټنګ ستائنه كولو سره ماشومانو ته د محنت تلقين وكړو او د دوي د كار ئې ستائنه وكړه۔۔ په دې موقع وړومبنۍ مېرمن سكول كښې بوټې هم نال كړو۔ په دې مهال وړومبنۍ مېرمن خاص ماشومانو لپاره د اقدامات او تفصيلات نه خبر كړې شوه