مخالفین په لوټ شوي دولت د اېن آر او غوښتنه کوي او بهرني قوتونه د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې کوي. د وفاقي وزير مراد سعيد خبري كنفرنس ته خطاب

image
APP29-01 ISLAMABAD: November 01 – Federal Minister for Communication and Postal Services Murad Saeed addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد۔1 نومبر(اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سرورسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې مخالفین په لوټ شوي دولت د اېن آر او غوښتنه کوي او بهرني قوتونه د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې کوي. پاكستان سوكالۍ پلو روان دے او دښمن به خپلو ناپاكه ارادو كښې ناكامه شي۔ د فرورۍ په 27 مه نېټھ ټول هېواد فتح ترلاسه كړې وه۔ دا فتح د كوم سياسي ګوند نه وه۔ دې فتح د مودي غرور خاورو سره خاورې كړو۔ د پاكستان سر وياړ سره پورته شو۔ راتلونکی هندي نسل به هیڅکله د پاک فوځ كارنامې هېرې نه كړي۔ پاك پوځ د هندوستان ناوړه ارادې ناکامه کړې دي او د دوئي غرور ئې خاورو سره خاورې كړو۔ هند چې كله هم د جارحيت هڅه كړې پاكستان بشپړ ځواب وركړے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير مراد سعيد د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزير ووئيل مونږ د غدارۍ فتوی نه وېشؤ ځينې خلك خپل ذات ته په هېواد ترجيح وركوي۔ هغه ووئيل بهرني قوتونه غواړي چې پاكستان هدف جوړ كړي۔ اپوزيشن ته اېن آر او وركول د هند سازش دے۔ هغه ووئيل پاكستان كښې د ترهرګرۍ كارروائۍ كمې شوي دي۔ قاچاق كم شوے دے۔ پاكستان د خوشحالۍ په لور روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل اپوزيشن پاكستان عدم استحكام سره مخ كول غواړي ٬ چا چې د پاكستان فتح متنازع كولو هڅه وكړه كوم چې د هند سازش وو ددې كلكه غندنه كوو۔ هغه ووئيل د ابھي نندن بيان د هر يو هندي وګړي په ذهن نقش دے۔ د آزاد بلوچستان نعره د چا خوشحالولو له پورته كړې شوې ده۔ هغه ووئيل د كلبھوش په معامله ستاسو د خاموشۍ سبب څه وو۔ چا ته مو ګټه ورسوله۔ كلبھوش كېس نړيوال عدالت ته د نه وړولو سبب څه وو۔ تاسو حريت لارښودو سره ملاقات ولې ونكړو۔ د اوباما مخې ته پښې د چا رپېدې۔ وفاقی وزیر ووئيل ددوئي كيسه ختمېږي نو ټول هر څه مخې ته راروان دي۔ وفاقي وزير ووئيل درې وارې پاتې شوي وزيراعظم لائيسټ سره ملاقات ولې وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د كشمير د سفير په حېث مقدمه وړاندې كړه او په يو كال كښې د كشمير په مسئله درې وارې بحث وكړے شو او دا په نړيواله كچه په ډاګه كړې شوه۔ وزيراعظم د كشمير وياند او د كشمير سفير جوړ شوے۔ وفاقي وزير ووئيل د آر اېس اېس نظریه ده په نړۍ كښې ترهګري خپرول۔ او د پاكستان عدم استحكام سره مخ كوؤنكې د دښمن عناصر هڅې به ناكامه شي او پاكستان به بريالې شي۔ هغه ووئيل ددوئي ټولې منصوبې په ډاګه شوي دي۔ د فرورۍ په 27 مه نېټھ ميډيا مثبت كردار ترسره كړو او د هند دروغ ئې په ډاګه كړل۔ د ميډيا ددې كردار ستائنه كوم۔ مراد سعيد ووئيل عدالتونو نه د تښتېدلي تن د بېرته راوستلو عمل روان دے۔ برطانوي حكومت سره په دې لړ كښې خبره روانه ده۔ د اټك نه جده ته څوك تښتېدلے وو۔ د چا پښې رپېدې ٬ اېن آر او سره څوك بېرته راغلي وو

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں