وزیراعظم عمران خان د حضور نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اړه د فرانس د يو ليكوال ، الفونسے ډی لمرټائن خیالات تر ټولو خوښ ګرځولو سره په ټویټر شئیر کړل

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د حضور نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اړه د فرانس د يو ليكوال ، شاعر او سیاستمدار الفونسے ډی لمرټائن خیالات تر ټولو خوښې ګرځولو سره په ټويټر شئیر کړي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم عمران خان په خپل يو ټويټ كښې ووئېل د فرانس دانشور د حضور نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اړه چې څه وئيلي هغه زما تر ټولو خوښ تحریر دے ، د فرانس مصنف حضور اکرم صلی الله علیه وسلم لويو هلو ځلو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې حضور صلی الله علیه وسلم تر ټولو عظیم شخصیت دے او د هغه سره د چا موازنه نه شي كيدے، نړۍ كښې ځينې لوئ شخصیات تير شوي كومو چې پوځ جوړ کړے ، قوانین ئې جوړ كړي او سلطنتونه ئې جوړ كړې خو هغوي مادی طاقت ته پام لرنه كړې٬ دغسې حضور نبی کریم صلی الله علیه وسلم نه يواځې لښكر جوړ كړے او قوانین ئې جوړ كړې، ریاست ئې هم جوړ كړے او كسان ئې هم تيار كړې ځكه حضور صلی الله علیه وسلم د خپل وخت د نړۍ په زياته برخه د ګڼو انسانو په ژوند كښې بدلون راوستلے او د هغوي د ژوند مقصد بدل شوے، د هغوي معبود، د هغوي د عبادت ځايونه او عقيدې او افكار بدل شوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں