چين د اېم اېل ون په صورت پاكستان كښې په وړومبي ځل لويه سرمايه كاري كوي۔ وزيراعظم

image
APP20-06 HASANABDAL: November 06 – Prime Minister Imran Khan addressing at Hassan Abdal Railway Station. APP

حسن ابدال 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان يو داسې هېواد جوړول غواړو چې ورله د بهر نه پور اخستلو ته حاجت ونه لري٬ معيشت په تندۍ سره پرمختګ كوي٬ چين د اېم اېل ون په صورت پاكستان كښې په وړومبي ځل لويه سرمايه كاري كوي، پاكستان به د سېلګرۍ لوي مركز جوړېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ حسن ابدال كښې د رېلوے سټېشن د اپ ګرېډېشن پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په نوي پاكستان كښې رېلوے ډېر اهميت لري ځكه چې د رېلوے د لارې عام وګړي ارزان او د سكون سفر كوي٬ ګرده نړۍ كښې رېل د سفر بهترين ذريعه ده۔ وزيراعظم په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د انګرېز نه پاتې د رېلوے نظام ته وده نه ده وركړې شوې۔ دې ته د پراختيا وركولو په ځائ په دې كښې 50 كلوميټره كمے شوے ۔ ده ووئيل چين په نړۍ كښې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكے هېواد دے او چين خپل هېواد كښې د نړۍ د رېلوے تند رفتاره نظام جوړ كړے ۔ د چين په مرسته هېواد كښې په وړومېي ځل لويه سرمايه كاري راروانه ده۔ده ووئېل اېم اېل ون د 9 اربه ډالرو منصوبه ده٬ چين سره د خبرو اترو د لارې دا منصوبه 6 اربه ډالرو ته راكوزه كړې شوې ۔ د اېم اېل ون منصوبې سره د كراچۍ نه تر لاهور سفر به يوازې 7 ساعته پاتې شي٬ د منصوبې له مخې به په پټلۍ انډر او اورپاسز جوړولے شي۔ وزيراعظم ووئيل دې منصوبه سره به د هېواد معيشت ته هم ګټه ورسي او كاروبار به آسان شي۔ ده دا خواهش څرګند كړو چې پاكستان به يو داسې هېواد جوړوٶ كوم چې د چا څخه د پور اخستلو حاجت ونه لري٬ موجوده حكومت ته يو داسې هېواد په ورثه كښې پتي شوے كوم چې د قرض لاندې ګېر شوے ٶ۔ ده ووئيل معاشي پرمختګ كښې به پاكستان رېلوے هم كردار لوبوي٬ د حكومتي اقداماتو په سوب معيشت وده مومي ۔ ده ووئيل د پاكستان په آئين كښې ټولو وګړو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي٬ د سكھانو زيات مقدس ځايونه په پاكستان كښې دي٬ مونږ هڅه كړې چې سكھ ياتريانو ته بهتر سهولتونه وركړے شي او دوي لپاره آسانۍ راپېدا كړے شي او پاكستان يو داسې هېواد جوړ شي چرته چې د بهر نه خلق راشي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد كښې سېلګرۍ ته وده وركولو لپاره ګامونه پورته كوٶ٬ ويزه نظام ښه كولو او د سېلګرۍ ودې لپاره لا اقدماتو ته اړتيا ده٬ يوازې سېلګرۍ ته وده وركولو سره هېواد هغه مقام ته رسېدے شي چې د چا نه پور اغستو ته به حاجت ونه لري

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں